شعـــــرونه

مونږه د شملو زلميان ستاسو لوپټې ساتو

محمد عليم بسمل

مونږه د شملو زلمیان، ستاسو لوپټې ساتو
سر مو چې سرتور نۀ شي، سر بایلو پردې ساتو

بیا شیطان راغلی ده، وړي به د تقوا لباس
خدایه تالا مونږ راکړه، وس راکړه چې وې ساتو

غواړو چې په کور کې یې، ځکه په زندان کې یو
مات مو چې بنګړي نه شي، لاس کې زولنې ساتو

خدای مۀ کړه چې لرې شي، ستا د لوپټې پاڼه
دې ناولو پوزو نه، ګلې ستا وږمې ساتو

ستر به دې مات نه شي، شته لا د پګړۍ ځوانان
مونږ محمدعلیم بسمل، مرده باد که نه یې ساتو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x