شعـــــرونه

ښځه د حوا موسکا ډالۍ ده د جنت

پير محمد کاروان

آدم ؤ په جنت کې هم عجبه پرېشان
حوا په موسکا ورغله سره د اطمېنان

که ورځ وه تکه سپینه خو پر ده به وه تورتم
په ځمکه کې آدم ؤ سرګردانه تری تم

حوا د یبلو پښو د سرو تڼاکو په رڼا
پر سر د عرفات یې ورک آدم کړو را پیدا

کوډله د اغزو یې کړه د مینې سر پنا
دا ژوند ؤ ښکلی کړی دوو ګلونو په خندا

دې دوو ګلونو ورو ،ورو غوټۍ نورې کړې پیدا
وږمې د ژوندانه یې کړې له ځمکې په هوا

د ژوند سمسورې ونې څانګې ورو ،ورو غځولې
بلبلې د ښکلا په کې په مینه چغېدلې

خو ناڅاپه د غم تندر پر ونه باندې پرېوت
د ونې یو سمسور شاخ یې را غوڅ کړ لاندې پرېوت

قابیل د آدم زوی کړه پر هابیل باندې مور بُوره
د غم په تیارو پټه شوه حوا ډکه له نُوره

یوه ښکلوکې لُور د حوا کونډه شوه سر توره
دویمه یې د غم پر ټغر کېناسته بې وروره

د غره غوندې دروند غم یې پر سر واخیستو د زغم
خدای داسې ورته سپک کړ لکه څاڅکی د شبنم

غمجنه حوا جوړه کرشمه د تسلۍ
په غم کې وه آدم لره سبب د خوشحالۍ

آدم به چې بیمار شو نو حوا به یې نرګس وه
خبر یې ؟ مهربانه له آدم نه یو په لس وه

آدم به چې ګلاب شو نو حوا به یې اوبه وه
چې تګ به یې په شپه کې ؤ رڼا به یې د زړه وه

په سترګو د حوا کې وو نظر د پرښتو
حوا وه د آدم پر سر وزر د پرښتو

دا خاندي چې ګلونه دا نغمې چې مرغان وايي
دا نور څه نه دي بس خوږه موسکا د حوا ستایي

دا خویندې لوڼې میندې دا ملګرې د ژوندون
دا نښې د حوا دي دا وزرې د ژوندون

د ژوند د تږې دښتې له غاټولو را چاپېر دي
لاسونه د آدم حوا له ټولو را چاپېر دي

د ژوند د پرهرونو خو ټکور ده یوه ښځه
دا خدای چې پیغمبر کړ دده مور ده یوه ښځه

خوږې چې په زړه لګي دا نغمې په ترنم
ورګډ به خامخا وي د یوې ښځې تبسم

ور ګډ چې بس د ښځې جنتي محبت نه شي
دا ژوند د زهرو ګوټ دی دا به چېرې شربت نه شي

نازکه ده ماتیږي په ستم په زور په جبر
سړیه خبردار شه پام چې ونه کاندې کبر

دا ځمکه به بې مینې بې ښکلا بې الفت نه شي
خو پام چې درنه ماته دا ډالۍ د جنت نه شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x