
« د ولسمشر د لوړې مراسم وځنډول شول»
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» او نورو لوړپوړو امریکايي چارواکو د پرلپسې هڅو له بې پایلې کېدو وروسته د اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسم ځنډېدلي.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټيم مشر «فضل احمد معنوي» وايي، د لوړپوړو امریکایي چارواکو د پرلپسې هڅو په پایله کې د لوړې دواړه مراسم ځنډېدلي تر څو لا نورو خبرو ته زمینه مساعده شي.
د معنوي په قول، دا خبره د زلمي خلیلزاد له لوري له سپېدار ماڼۍ سره شریکه شوې او که چېرې ارګ په دې کې څه چل وکاروي، دوی د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو ته پوره امادګي لري.
بالأثر تلاش هاي مقامات آمريكا هر دو تحليف به تعويق أفتاد تا فرصت بيشتر به گفتگو مساعد گردد.
آقاي خليل زاد رسماً اين خبر را با جانب سپيدار شريك كرده است
اگر خداي نا خواسته ترفندي از جانب ارگ درميان باشد ما آمادگي كامل به برگزاري تحليف را داريم.— Fazal Ahmad Manawi (@FazalManawi) March 8, 2020
په ورته وخت کې کابل نیوز تلویزون وایي، دغه مراسم د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر «مایک پمپيو» له تلیفوني اړیکې وروسته ځنډېدلي.
لا هم ارګ په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د ولسمشر د لوړې مراسم داسې مهال ځنډول کېږي، چې د ارګ او سپېدار ماڼۍ له لوري ګڼ شمېر کورني او بهرني میلمانه کوم چې د لوړې مراسمو ته دعوت شوي وو، کابل ته رارسېدلي.