افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: بین الافغاني مذاکراتو ته مو منلی ټیم تشکیل کړی، خو بله غاړه ددې خبرو د ځنډ هڅې کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، دوی له امریکا سره د شوي توافق په بنسټ، خپلو ټولو کړو تعهداتو ته ژمنتیا لري او د بین الافغاني مذاکرتو لپاره یې فعال او  منلی مذاکراتي ټیم تشکیل کړی.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې خپاره شوې تبصره کې راغلي، چې د شوي توافق په بنسټ باید پنځه زره بندیان خلاص شي او وروسته بین الافغاني مذاکرات پیل شي؛ خو بله غاړه د بندیانو د خلاصون د مخنیوي او د مذاکراتو د ځنډ هڅې کوي.

مطلب وړاندې لیکي «د توافقنامې د پریکړو پر اساس اسلامي امارت بین الافغاني مذاکراتو اماده دی، فعال او منلی مذاکراتي ټیم یې تشکیل کړی او د اسلامي ارزښتونو او ملي مصالحو په رڼا کې به مخ پر وړاندې ځي؛ مګر کابل کې تر اوسه یو منلی مذاکراتي ټیم نه دی برابر شوی.»

د مطلب په بنسټ، په کار خو دا وه چې «بلې غاړې» د بین الافغاني مذاکراتو په مخ کې پراته خنډونه لیرې کړي وای،  خو د طالبانو په خبره،  هغوی نه یوازي داچې مذاکراتو ته یې لاره هواره نه کړه؛ بلکې له مختلفو لارو او په بیلابیلو بهانو کوښښ کوي چې بین الافغاني مذاکرات معطل شي.

د تبصرې په پای کې طالبانو یو ځل بیا د شوي توافق مواردو ته د خپلې ژمنتیا ډاډ ورکړی او په خبره یې، دوی غواړي وویني، چې «بله غاړه» ددې توافق عملي کېدو ته څومره  لومړیتوب ورکوي.

یاده دې وي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوي توافق له مخې، باید د مارچ تر لسمې نېټې پنځه زره طالب زندانیان خلاص او بیا بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

حکومت مشر «اشرف غني» په لومړیو کې د بندیانو له خلاصون نټه وکړه؛ خو د زلمي خلیلزاد له پرلپسې لیدنو وروسته يې اوس دريځ څه ناڅه نرم ښکاري او ټینګار کوي، چې طالب زندانیان باید د یوې شفافې پروسې له لارې خلاص شي.

په ورته وخت کې پرېکړه داسې وه، چې باید سبا « د مارچ لسمه» بین الافغاني مذاکرات پیل شوي وای؛ خو د حکومت د دواړو مشرانو تر منځ اختلافاتو او ټاکنیزو جنجالونو دا مذاکرات له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x