روغتیانړۍ

ايټاليا کې د کرونا ويروس له امله د مړو شمېر ۳۶۶ ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۸ل): ايټالوي چارواکي وايي، د کرونا ويروس د خپرېدو له امله په دغه هېواد کې يوازې تېره ورځ ۱۳۳ تنه مړه شوي او د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۳۶۶ ته رسېدلی دی.

د چارواکو په وينا د کرونا ويروس د خپرېدو له وېرې شپاړس ميليونه وګړي قرنطين کوي، تر اوسه په دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۷۳۷۵ ته رسېدلی او ښايي تر دې هم زيات شي.

د ايټاليا حکومت تر نامعلومې مودې په ټول هېواد کې د ښوونځيو، پوهنتونونو، نايټ کلبونو او عامو پارکونو د بندولو پرېکړه کړې ده.

په ايټاليا کې د کرونا ويروس له امله لګول شوي بنديزونه د نورو هېوادونو په پرتله ډېر سخت بلل کيږي.

د دغو بنديزونو له امله د هېواد څلورمه برخه ابادي اغېزمنه شوې ده.

د ايټاليې سربېره په امريکا کې د هم د کرونا ويروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۷ ته رسېدلی او سپينې ماڼۍ ته څېرمه هم يو شمېر خلک اغېزمن شوي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروسه د ناروغانو شمېر له سل زرو اوښتی دی.

له دې ناروغۍ د مړو شوو شمېر تر درې زرو زیات دی، چې ډېری يې په چين کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x