نظــر

د راز خبرہ/ حفيظ الدين پيرزاده

حفيظ الدين پيرزاده

انور السادات

دمصرپخوانی ولسمشر و، چې په ۱۹۱۸ م کې په یوہ عادي کورنۍ کې زیږ‎یدلی و او په ۱۹۸۱ میلادي کې په مصر کې ترور شو.

سادات نظامي سړ‎ی و. له سیاست سرہ یې څه کار نه و خو د ترقۍ او پرمختگ دروازہ یې ھغه مھال پر مخ پرانستل شوہ چې له یوې انگریزې سرہ یې وادہ وکړ‎! ھغې انگریزې وروسته خپل نوم له رئوف جھان څخه جھان سادات ته واړ‎وہ.

حسنې مبارک:
د مصر پخوانی ولسمشر و چې د مصر په یوہ ډیرہ غریبه او بې بضاعته کورنۍ کې په ۱۹۲۸ م کې زیږ‎یدلی و او سږ‎ کال ( ۲۰۲۰ م ) و مړ‎.

د مبارک لومړ‎نۍ زدہ کړ‎ې پخپل کلي کې وې، پلار یې د خپلې سیمې په یوہ محکمه کې ټیټ پوړ‎ی مامور و، گوزارہ یې په ډیر مشکل روانه وہ. خو پلار یې په محکمه کې د خپلې وظیفې له برکته ځینې لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي او قاضیان پیژندل او د خپلې ھمدغې شخصي پیژندگلوۍ پر مټ یې خپل زوی مبارک ته د مصر په یوہ فوځي ښوونځي کې داخله واخیسته.

مبارک تر فوځي روزنې وروسته د مصر په ھوائي ځواک کې پیلوټ شو.

د حسنې مبارک ژوند په نورماله توگه پر مخ روان و، خو د بخت باز یې ھغه مھال پر اوږ‎ہ کیناست چې کله یې له انگریزې سوزان ( Suzanne ) چې وروسته یې بیا د مبارک وروستاړ‎ی له خپل نوم سرہ وتړ‎ہ، وادہ وکړ‎.

زلمی خلیلزاد

په کال ۱۹۵۱ م کې په مزار شریف کې زیږ‎یدلی. په قوم مموزی او لغماني الأصله امریکائي دی.

لومړ‎نۍ زدہ کړ‎ې یې په افغانستان او لوړ‎ې یې په بیروت او امریکا کې تر سرہ کړ‎ي.

خلیلزاد د امریکا د متحدہ ایالتو لوړ‎و مقامونو ته ھله لار پیدا کړ‎ہ چې کله یې له یوې یھودي الأصله امریکائي میرمن چیري برنارډ ( Cheryl Bernard ) سرہ د مینې په ټال تر زنگلو وروسته وادہ وکړ‎.

محمد اشرف غني:
په ۱۹۴۹ م کال د افغانستان د لوگر ولایت په یوہ متوسطه کورنۍ کې زیږ‎یدلی.

لومړ‎ني تحصیلات یې پخپل پلرني وطن کې کړ‎ي او بیا د لوړ‎و تحصیلاتو لپارہ د لبنان امریکایي پوھنتون او ورپسې د امریکا متحدہ ایالاتو ته تللی.

د روسانو د یرغل پر مھال غني په غرب کې عادي کارگر و، کله په کومه درسگاہ کې استاد، او کله د نړ‎یوال بانک مامور.

ھغه مھال چې وطن د روسي ښامار د اشغال په تلک کې د خلاصون ټوپونه وھل او بیا ورپسې د مجاھدینو د انډوخر په نتیجه کې د تجزیې پر پوله ولاړ‎ و، غني له دې خاورې سرہ لیونۍ مینه نه لرله بلکې په غرب کې یې خپله روز مزدوري کوله.

د ھغه لیونۍ مینه ھله را وپاریدہ چې کله د غرب گټې افغانستان ته راغلې.

غني د غربي قواو څخه د ملاتړ‎ په افغاني ټیم کې د کرزي تر مشرۍ لاندې افغانستان ته راغی.

د ھغه ښځه آغلې رولا گله د لبنان عیسوۍ دہ.

حمد الله محب
نوموړ‎ی د ننگرھار د خوگیاڼو غوایي خیل دی. په کال ۱۹۸۳ م کې په یوہ متوسطه کورنۍ کې زیږ‎یدلی.

لومړ‎نۍ زدہ کړ‎ې یې په افغانستان او بیا د مھاجرت په چاپیریال، پاکستان کې کړ‎ي.

لوړ‎ې زدہ کړ‎ې یې د انگلستان په برونل پوھنتون کې د انجنیرۍ په برخه کې تر سرہ کړ‎ي.

له زدہ کړ‎و پس د ټولنې د نورو وگړ‎و په څیر پر عامو دندو بوخت و، خو اسماني نغارہ یې ھغه مھال پر سر وکړ‎نگیدہ کله یې چې له یوې امریکائي ښځې لایل آدم (Lael Adam ) سرہ وادہ وکړ‎! محب له امریکایي میرمنې سرہ تر وادہ پس په طوفاني رفتار د ترقي منازل طی کړ‎ل. اوس د افغانستان په نظام کې د ملي امنیت مشاور دی.

د راز خبرہ:

د دریمې نړ‎ۍ او په ځانگړ‎ي ډول د اسلامي ھیوادونو لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي په درې کټه گوریو ویشلای شو؛
لومړ‎ی ھغه چارواکي چې اقتدار ورته له پلرونو او نیکونو په میراث پاته دی لکه د سعودي، اماراتو، اردن او نورو ملکونو جگپوړ‎ي.

دویمه کټه گورۍ ھغه لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي دې چې د خپل فھم، دانش، سیاسي مبارزې، او ټولنیز جدوجھد پر مټ پخپلو ټولنو کې ځلیدلي او بیا یې لوړ‎ منصبونه خپل کړ‎ي دي، د بیلگې په توگه د افغانستان پخوانی صدر اعظم مرحوم موسی شفیق، د پاکستان پخوانی صدراعظم مرحوم ذو الفقار علي بوټو، د مالیزیا صدراعظم مھاتیر محمد او نور.

دریمه کټه گوري ھغه لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي دي چې نه د سیاسي مبارزې مخینه لري او نه په ولس کې د ټولنیزو ھڅو پر مټ ځلیدلي دي او نه ھم د خپل علمي استعداد په زور قدرت ته رسیدلي.

د بیلگې په توگه: انور السادات، حسني مبارک، خلیلزاد، غني او مشھور ټامی محب!

دا محترمین چې د خپلو ټولنو عام وگړ‎ي و، ھله د اقتدار او لوړ‎و منصبونو په تر لاسه کولو بریالي شول چې کله یې د انگریز د نمکدانۍ مالگه وڅټله؛ دوی ھغه مھال وځلول شول چې کله یې ښځې انگریزی عزت شو او یا پر بل تعبیر چې کله یې عزت انگریزۍ ښځې شوې!!
ھمدغه وہ د راز خبرہ!!!

فاعتبروا یا أولی الأبصار…….

______________

حفیظ الدین پیرزادہ
د مارچ ۶/ ۲۰۲۰ م
ستاکھولم سویدن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

پیرزاده صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ ! پیرزاده صاحب، زمونږ یو استاذ چه زمونږ ماما هم کیدلو څوک به چه په ظاهره ساده مګر هوښیاری کړنی یا خبری به یی کولی ، زمونږ هغه مرحوم استاذ به ورته ویل [[ ساده کی ګلدار یی ]] نو زه هم تاسی ته هماغه اصطلاح یا ساده جملات کارووم ( چه ساده کی ګلداری ) د لیکنو عنوان دی کوچنی مګر د لیکنی محتویات دی پر محتوا او عیثی حقایقو تکیه لری . ځینی خلک د خپلی لیکنی د پاره لږ اوږد او داسی عنوان انتخابوی چه خلک یی لیکنه د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x