افغانستان

د اشرف غني د لوړې مراسم د مايک پومپيو د راتګ له امله د څو ساعتونو لپاره وځنډېدل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې وه، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د دوهم ځل لپاره د لوړې مراسم ترسره کړي، خو د ورورستيو معلوماتو له مخې دغه مراسم د څو ساعتونو لپاره ځنډول شوي او کېدای شي ماسپښين ناوخته ترسره شي.

د اشرف غني د لوړې مراسمو د سمبالوونکي کميسيون يوه غړي ګل پاچا مجيدي ويلي، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د راتګ له امله دا مراسم د څو ساعتونو لپاره ځنډول شوي دي.

د مجيدي په وينا ښاغلی پومپيو د ولسمشر سربېره له لوړپوړو افغان چارواکو سره ګوري او له همدې امله دا مراسم ځنډول شوي دي.

د ارګ وياند صديق صديقي هم په خپل ټويټر پيغام کې ويلی، د ولسمشر غني د لوړې مراسم به له غرمې وروسته ترسره شي.

د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېره ورځ د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي لپاره پنځه ځله د ارګ او سپيدار ماڼۍ ترمنځ تګ راتګ وکړ، خو کومه پایله يې ورنه کړه.

اوس ټاکل شوې، چې مايک پومپيو به د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي سربېره د ګډ حکومت چارواکو سره د پنځو زرو طالب بنديانو په خوشې کولو هم بحث وکړي.

که مايک پومپيو د غني او عبدالله ترمنځ په جوړجاړي وتوانيږي، ښايي يو ځل بيا په هېواد کې ګډ حکومت رامنځته شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x