دیني، سیرت او تاریخ

د ښځو نړيواله ورځ

محمد فريد رسا

وَقَرْنَ فِى بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجٰهِلِيَّةِ الْأُولٰى ۖ وَأَقِمْنَ الصَّلٰوةَ وَءَاتِينَ الزَّكٰوةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ ۚ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا

پخپلو كورونو کښي مېشتي اوسئ،  د تېر جاهلي دور غوندي سينګار کړي، بې سَتره مه ګرځئ. لمونځ قايم کړئ، زكات ورکړئ او د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ. الله خو دا غواړي چي ستاسي نبوي كورنۍ څخه چټلي ايسته کړي او تاسي په پوره ډول سُتره کړي.

دښځو نړۍ واله ورځ!

دا کومه ورځ ده آیا هغه ورځ چې ښځه یې له ژوندی خښولو څخه وژغورله؟

آیا دا هغه ورځ ده چې حضرت عمرفاروق رض عنه له تورې سره دنبی علیه سلام کور ته ورغۍ او دنبی علیه سلام بیبیانو مبارکو ته یې وویل چې نور به تاسو له چاسره ستاسواودټول مسلمه امت دعزت په خاطر مخامخ نه ګورۍ او الله ج یې تائید کوی اویا هم دا هغه ورځ ده چې ښځه داسلام مبارک دین په راتلو سره دومره معظمه شوه چې ترپښو لاندې یې جنت بلل شوۍ دۍ اودټولو اسلامی حقوقو لکه شرعی حجاب، کار، تعلیم، تجارت او داسې نورو څخه برخمنه شوه آیا دا داسلام دلمړۍ شهیدې بی بی سمیه ورځه ده که دملالې او ناهیدې؟

نه دا یوه هم نه ده دا هغه توره اوبدنامه ورځ ده چې داسلامی نړۍ له اشغال څخه وروسته دښځې له سره دحیا او دعزت پړونۍ پریووت دښځې بې حیا اوبې حجابه عکسونه یی دناچیزه مال په خاطر دمارکیټینګ او بازار موندنې لپاره په ښارونو اوکوڅوکې ولګول آیا همدا دښځې نړیواله ورځ اودښځو حقوق دی هغه څه چې هېڅ باوجدانه او باضمیره مسلمان یې دخپلې مور، مېرمنې او خورلپاره نه خوښوی. نوبناً دا د واشنګټن او نیویارک له پلانونوسره سم دیوې مسلمانې خور دبنیادی اواسلامی حقوقو دسلبولو اوپر ځای یې دسیکولر او درواغجنو حقوقو جایګزین کولو هڅې دی مننه.

محمدفرید”رسا”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x