افغانستان

کابل: د یوې کورنۍ د څلورو غړو جسدونه موندل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۸ل): د کابل ښار په اتمه امنیتي حوزه کې د یوې کورنۍ د څلورو غړو مړي موندل شوي.

د کابل د پولیسو ویاند «فردوس فرامرز» وایي، څلور واړه جسدونه  تېره شپه شاوخوا ۷ بجې د اتمې امنیتي حوزې اړوند «قلعه برقي» نومي سیمه کې د یوه کور دننه پیدا شوي، چې د قتل انګېزه یې لا هم څرګنده نه ده.

د فرامرز په خبره، له کور نه غلا هم نه ده شوې؛ خو جسدونه د لا ډېرو څېړنو په موخه عدلي طب ته لېږل شوي او پېښه تر څېړنې لاندې ده.

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې په کابل کې د جنايي جرمونو ګراف په بې ساري ډول لوړ شوی، د وسله والو غلو شتون خلګ تر پوزې راوستلي او هره ورځ لسګونه کسان ددې ډول پېښو قرباني کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x