افغانستان

د لوړې جنجالي مراسم؛ غني او عبدالله په جلا جلا ډول د ولسمشرۍ لوړه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۸ل): د ولسمشريزو ټاکنو د وروستيو پايلو له اعلان درې اونۍ وروسته اشرف غني په ارګ او عبدالله عبدالله په سپيدار ماڼۍ کې په جلا جلا ډول د ولسمشرۍ لوړې وکړې.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني په ارګ او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼۍ کې د لوړې مراسم پيل کړي دي.

تېره شپه ځينو سرچينو ويلي و، چې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هڅه کړې، خو ناکام شو او ورپسې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم د روغې جوړې او د لوړې مراسمو د ځنډولو لپاره هلې ځلې کړي، خو کومه پایله يې نه ده ورکړې.

ټاکل شوې وه، چې د غني د لوړې مراسم نن سهار نهه بجې ترسره شي، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير د راتګ له امله وځنډېدل او نن ماسپښين پيل شول.

د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټاکنيز ټيم غړي داود سلطان زوی ويلي، د دواړو ټاکنيزو ټيمو ترمنځ د جوړجاړي په موخه دا مراسم ځنډول شوي و، خو له ناکامۍ وروسته دواړو د لوړې مراسم پيل کړل.

په ورته وخت کې د ثبات او همپالنې ټيم هم ويلي، چې عبدالله عبدالله هم په سپېدار ماڼۍ کې د لوړې مراسم ترسره کوي.

د ثبات او همپالنې ټيم د کمپاين مشر او د عبدالله سلاکار فضل احمد معنوي ويلي و، چې د لوړې مراسم يې د امريکايي استازي په غوښتنه ځنډولي، خو که ارګ د لوړې مراسم ترسره کړي، دوی به يې هم ترسره کړي.

د غني او عبدالله دواړو مراسمو لپاره ګڼ شمېر ميلمانه ارګ او سپېدار ماڼۍ ته رسېدلي او دواړو د ولسمشرۍ لوړې ترسره کړې.

په ولسمشريزو ټاکنو کې د عبدالله مرستيال عنايت الله فرهمند ويلي، د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر سهار پنځو بجو د غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هڅه وکړه.

د فرهمند په وينا خلیلزاد ښاغلي عبدالله ته وړانديز کړی و، چې د اجرائيه رياست په منلو دې د لوړې له مراسمو تېر شي، خو عبدالله عبدلله او ټيم يې دا خبرې نه دي منلي.

عبدالله ټينګار کړی، چې هېڅکله به تقلبي پایلې ونه مني.

عبدالله او ټيم يې ويلي و، د روان بحران د حل يوازېنۍ لاره دا ده، چې تقلبي پایلې باطلې شي او که غني د لوړې مراسم ترسره کوي، دی به يې هم ترسره کړي او ځان د غني په څېر د افغانستان ټول شموله حکومت ولسمشر بولي.

د افغانستان او نړۍ په تاريخ کې ښايي دا يوازېنۍ پېښه وي، چې په يوه هېواد او يوه پلازمېنه کې په يوه ورځ دوه ولسمشران لوړه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
,mujahid

تر دی به بله لویه رسوایی او سپکوالی څه وی ، الله ج کړنو ته ګوره چه هماغه ارګ او سپیدار یی ورته شرمګاه او له دوی یی فاحشی جوړی کړی لمړی دوره کی خو بیا هم ښه وه دواړه د جان کیری په نکاح کی مګر جلاجلا کورونو کی جلا جلا دندی ورته وسپارل شوی مګر دا ځل یی یی په هماغه د ارګ او سپیدار په چلا جلا بنګلو او پالنګو کی مګر په عینه دنده ګومارلی یعنی دواړه فاحشی به ریسانی وی مګر د یوی میړه به خلیلزادد او د بلی میړه به پمپیو او ترمپ به… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx