افغانستانسولې اړوند خبرونه

اشرف غني: سبا د طالب زندانیانو د خلاصون حکم ورکوم

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۸ل): د ارګ ولسمشر «اشرف غني» وایي، سبا د طالب زندانیانو د خلاصون حکم ورکوي.

غني، چې نن یې د ولسمشر په حیث د لوړې د مراسمو ناستې ته خبرې کولې، وویل، چې سبا د طالب زندانیانو د خلاصون حکم ورکوي او تر څنګ یې له طالبانو وغوښتل، څو د خپلو بندیانو د خلاصون په بدل کې د جګړې شدت راکم کړي.

نوموړي له دې سره، سره ادعا وکړه، چې تر سبا پورې به د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د ټیم تشکیل بشپړوي.

د پنځه زره طالب زندانیانو خلاصون د امریکا او طالبانو تر منځ د شوي تړون یوه برخه ده، چې بین الافغاني مذاکرات ورپورې مشروط شوي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په بنسټ باید د مارچ تر لسمې نېټې پورې پنځه زره طالب زندانیان له بنده خلاص شي او په تعقیب یې بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

تر دې وړاندې اشرف غني د بندیانو له خلاصون انکار کړی وو او ټینګار یې کړی وو، چې دا موضوع باید د افغانانو د خپلمنځي خبرو په مهال مطرح شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نور

غنی صیب ایله چی یوه سمه خبره دی وکره…

الجاج استاذ بیانزی

غلام غلام وی، غلامان پلانونه نه شی جوړولی او نه تصامیم نیولی شی ، غلامانو هغه وایی او هغه کوی چه ورته د ویلو او کولو قومانده ورکول شوی په دومره توپیر چه هغه ویل او کول به داسی تمثیلوی چه د دوی پلان ګذاری او د دوی د تصمیم له مخی وو. یعنی دوی خپلواک دی. لکه ښځی چه د نارینتوب تمثیل کوی د شځو د پاره ناممکنه ده چه د نارینتوب تمثیل وکړی. د همدی امله بلواکان او خپلواکان سره د زمکی او اسمان توپیر لری . غلام غنی د غلام کرزی به شان وخت ناوخت د بادارانو… نور لوستل »

مجاهد

غلام غنی ویلی چه
[ اشرف غني: سبا د طالب زندانیانو د خلاصون حکم ورکوم]
باید لیکلی یی وی چه
[[ مونږ ته امر شوی چه بندیان ازاد کړو !!!]]

الحاج استاذ بیانزی

په دی کی خو شک نشته چه غنی ته دا قومانده له امریکایانو له خوا شوی وه چه له امله به یی کابل غلامه اداره لږه خپلواکه او د بندیانو د ازادیدو اهمیت او شهرت به هم زیات شوی وی . د غنی د دی رد او تایید په اړه د یوه غلام بزګر او د بادار خان قیصه راپه یاد شوه. وایی د خان یو بزګر د میرمنی د څه ناڅه ښکلا لرلو له امله ورسره بادار خان د هغه د میرمنی د پاره د هغه بزګر سره هم څه ناڅه ښی اړیکی لرلی یعنی وخت ناوخت به یی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x