شعـــــرونه

اتل د زمانې/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

نړیوال دي سیاست مني اتله
ستا سپیڅلي قیادت مني اتله

په رشتیا چي ته اتل د زمانې یې
دغه ستا پاک امارت مني اتله

شمله وره د شملي دي صدقه شم
ټيټي سترګي ستا غیرت مني اتله

مخامخ دي و کافر ته جواب ورکي
زړه ور یې ستا وحدت مني اتله

ته لایق هم د ممبر هم د دفتر یې
ته سالار یې ستا طاقت مني اتله

ستا خویونه د خالد ابن ولید دی
کافران دي ستر قوت مني اتله

ته په څیر دګران عمر او دمنصور یې
ستا ټینګ عزم ستا هِبت  مني اتله

په تا فخر کړم (تپاندزُهاد) طالبه
ټول جهان دي مهارت مني اتله

تپاندزُهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x