افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله عبدالله: له شرط پرته له طالبانو سره مذاکراتو ته تیار یو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۸ل): د سپېدار ولسمشر «عبدالله عبدالله» وایي، له طالبانو سره په خبرو کې له دیموکراسي، جمهوریت او وروستیو لاسته راوړنو دفاع کوي؛ خو تر مذاکراتو وړاندې په هغوی هیڅ ډول شرط نه ږدي.

عبدالله عبدالله چې نن یې په سپېدار ماڼۍ کې د همه شمول حکومت د ولسمشر په حیث لوړه وکړه، د خپلو خبرو په مهال له طالبانو سره پرته له «پېش شرط» په مذاکراتو ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل، څو د سولې له پروسې څخه د خلګو د هرکلي قدر وکړي او د وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنو ته احترام وساتي.

نوموړي ددې تر څنګ بهرنیان له افغانستان څخه وتونکي یاد کړل او د لاسته راوړنو د ساتلو په موخه یې د هغوی په مسئولانه وتلو  ټینګار وکړ.

د عبدالله په قول، افغانستان له نړیوالې ټولنې سره نېکې اړیکې غواړي او مرستو ته یې په تمه دی؛ ځکه دده په خبره، لا تر اوسه افغانستان په ځان بسیا نه دی.

یاده دې وي، چې عبدالله عبدالله او اشرف غني نن په ارګ کې د ولسمشرانو په حیث لوړه وکړه او دواړو لورو ځانونه منتخب شوي ولسمشران یاد کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

.
It was his wish for a long time to be titled as the president of Afghanistan
I am happy for him that at least he got the title of president for a day or maybe for this short moment.

الحاج استاذ بیانزی

هماغه د جان کیری سناریو بیا تکرار شوه صرف دومره توپیر چه هغه ځل جان کیری دواړه میرمنی د ولسمشر او د اجرایی ریس په پتاسو دلاسه یوی ته یی په ګلخانی اولی ته د سپیدار ماڼی کی پالنګونه جوړ او پښه ارتی ترسره شو. مګر دا ځل پمپیو د ترمپ په امر دواړه بنی ریسانی او دواړو ته یی د پخوا په شان هماغه پالنګونه پریښودل او پښه ارتی ورسره د پخوا په شان تر سره یا به ترسره کیږی پمپیو ( میړه ) یی ورته راغلی

اجمل

بیانزی ته: یاره تاسره دا ښه نښکاری چی پدی اساس وخت کی داسی خبری وکړی. ټول پوهیږی تاسی چیری سوچه خلک یاست تر نیمایی زیاد مو د پنجاب جاسوسان یی.

عبدالمالک همت

دا هم د خپل خلف په څېر د اوسمهال سقاو دی، سقاويان د افغانانو سره تاريخي عناد او دښمني لري،زه چي پوهېږم دغه کسان سوله نه کوي او نه د افغانستان او افغانانو دوستان کېدای سي. د دوی اوسمهالي سر غنه مسعود به ويل چي پښتانه داسي وځپئ چي بيا که کومه دروازه وټکوئ، څوک ونه وايي چي «سوګ يې» . بله خبره داده چي دا اوباشان نه په اسلامي معتقداتو باور لري، نه قول،وعده او تعهد او نور داسي انساني ارزښتونه پېژني. د دوی تر شا ايران کلک ولاړ دی، ترکيه هم د خواخوږۍ اړيکي ورسره لري او ايرانيان… نور لوستل »

اجمل

باکل در سره موافق یم. له دوی څخه اشرف غنی سل واری شرف لری.

اجمل

لعنت د پر هغه چا شی چی له دی ### سره خبری کوی. همدا د شر او فساد مشر دی او شااوخا اور ټول شوی ټول فساد پیشه ګان او جاسوسان دی.

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x