نړۍ

عراق کې دوه امريکايي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۸ل): د امريکا دفاع وزارت وايي، تېره ورځ يکشنبه د عراق په شمال کې دوه امريکايي عسکر وژل شوي دي.

د پنټاګون وياند وايي، دواړه امريکايي عسکر د داعش جګړه مارانو په برید کې وژل شوي دي.

د امريکا دفاع وزارت د خپلې پاليسۍ له مخې تر اوسه د وژل شوو پوځيانو پيژندنه نه ده خپره کړې.

دواړه امريکايي عسکر په داسې حال کې وژل شوي، چې د روان ۲۰۲۰ کال په لومړۍ مياشت کې د عراق پلازمېنې بغداد ته څېرمه د امريکايي الوتکې په برید کې د ایران د القدس ځواکونو د مشر جنرال قاسم سليماني له وژل شوي کېدو  وروسته د عراق پارلمان د رايو په اکثريت د امريکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.

د عراق لومړي وزير عادل عبدالمهدي د امريکا د بهرنيو چار وزير مايک پومپيو ته ويلي و، چې د امريکايي عسکرو د ايستلو په اړه د ميکانيزم جوړول لپاره عراق ته پلاوی ولېږي، خو امريکا يې دا غوښتنه رد کړې او ويلي يې دي، چې دوی په هېڅ صورت اوس وخت کې له عراقه خپل پوځيان نه باسي.

عراقي چارواکو تر اوسه د دوو امريکايي پوځيانو د وژل کېدو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زه فکر نه کوم چه دا خبر سم وی او که وی هم د رشتونو مجاهدینو له خوا به ترسره شوی وی داعش خو د اروپایانو او امریکایانو ابتکار او د سبټمبر د نړیوالی فاجعی په شان یوه نړیواله فتنه وه او ده چه به مت په یی اسلام، مسلمانان ، جهاد، مجاهدین او په مجموع کی الهی نظام بدناموی . د امریکایانو له خوا جوړ شوی فتنه به کله هم امریکایی عسکر مړه نه کړی مګر دا خبره ولی یادوی او خپروی ؟ په دی واسطه د داعشیانو سره دامریکا دشمنی غواړی په ډاګه کړی کومه چه نښته نو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x