نظــر

ملګرو ملتونو او اسلامي هیوادونو د ایغور مسلمانانو په حق کې څه وکړل؟

سمندر سباوون

دا معلومه خبره ده چې نن سبا په ډیری هیوادونو کې مسلمانانو سره ظلم روان دی او د هغوی حقونه تر پښولاندې کیږي خو کومه ظلم او وحشت چې د چین کمونستي حکومت د ایغور د مسلمانانو سره کوي تر نورې اسلامي نړۍ د اندېښنې وړ دی ایغور مسلمانان چې په خټه ترکان دي او دا سیمه د ختیځ ترکستان په نوم هم یادیږي د اټکلونو له مخې د بیلا بیلا معدنونو د شتون له امله دا سیمه د چین یو له بډایه سیمو څخه شمیرل کیږي .

د 2015م کال را وروسته د چین کمونستي حکومت دې سېمې ته پام واړوه او په دې پلان یې کار پیل کړ چې یا به داسیمه له مسلمانانو پاکوي او یا به هم ددې سیمې وکړي د اسلام دین څخه اړوي چې په همدې اساس تر یومیلیون زیات مسلمانان یې د بیا ښوونې او روزنې په نوم کیمپونو کې حصار کړل او پاتې لسګونه میلیونه نور یې هم تر سختې څارنې ونیول حتی تر دې چې خپل ټول اسلامي اعمال لکه لمونځ ونه کړي روژه ونه نیسي او ورته نور…

اګرچې د ایغور مسلمانانو څهرې د عامو چینایانو سره دومره توپیر نه لري خو حکومت ددوي څهرې د خاصو کیمرو په واسطه بایومتریک کړي دي چې په هروخت او هرچیرته یې په ښه توګه وپیژندلی شي.

البته دا ظلم او زورزیاتی ملګرو ملتونو او د بشري حقوقو نړیوال کمیسیون هم تایید کړ.

څو میاشتې مخکې د نړۍ 22 هیوادونو د استرالیا، بریتانیا او فرانسې په ګډون په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې په چین کې د ایغور مسلمانانو د حقونو په پار څیړنه وکړي او د هغوی حقونو ته درناوی وشي خو جالبه بیا داده چې څلور ورځي وروسته د نړۍ37 نورو هیوادونو د عربستان، پاکستان،مصر، قطر متحده اماراتو او نورو په ګډون چې ټول ټال 15 اسلامي هیوادونه په کې شامل وو په یوه ګډ هوکړه لیک کې یې د چین حکومت کړنې د ایغور مسلمانانو په وړاندې و ستایلې او هغه ته یې د تروریزم په وړاندې د مبارزې نوم ورکړ .

امریکا هم د خپلې ګټې په اندازه دچین حکومت دا ظالمانه کړنې وغندلې خو مسلمانانو سره د دښمنۍ له مخي یې په ملګرو ملتونو کې پرچین هومره فشار رانه ووړ چې له دې ظلم دې لاس په سرشي او تر اوسه د ایغور مسلمانانو دچین ظالم حکومت له لورې په سختو شرایطو کې ساتل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

هر بنی آدم ( خصوصاً د نن ورځی بنی آدم) په درو سنګرنو کی د سپاهی پتوګه د دندې د اجراء حق او صلاحیت او ( ځینی وختونه مکلفیت) لری. انسانی سنګر وطنی سنګر عقیدتی یا فکری سنګر په درې واړو سنګرونو کی غځېدل ځانته ځانګړی قوانین او مقررات او ملاحظات لری چی عدم افراط او تفریط او فطری دیوالونو او ارزښتونو ته درناوی یو له دې ګڼو مقرراتو څخه ګڼل کیږی. لیبرالیزم او سکولریزم او دموکراسی ته چوپړ به په ځینو یا ډېرو ټولنو کی د یو چا قانونی او مدنی حق وی خو لدې حقوقو څخه ابزاری او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x