نظــر

د چیشي زړورتیا؟

محمد رحيم سکندر

زړورتیا دا نۀده چې نفر ولېږه چې دباندې یو هوایي ډز وکړه او زۀ به دلته ډنګر ټټر وشکوم چې نادیده‌ګان پې وغولوم.

بلکې زړورتیا دا ده چې په ډګر د ډیورنډ مخالفت وکړې.

زړوتیا دا ده چې د امریکا بمبار طالب ونۀ دروي، بلکې تۀ سترګې ورته پټې کړې او په توکل غږ پې وکړې چې وزنمه دې او سر دې په کپرۍ کې در ماتوم.

زړورتیا دا ده چې د څوکۍ پر ځای سوله وکړې او په دربدره ولس رحم وکړې.

البته زړورتیا دا نۀده چې د شلو دېوالونو کور کې لکه میږی ځمکه وخرې.

زړورتیا دا ده چې په ۷۵ سلنه افغانۍ خاوره هم کنټرول ولرې.

زړورتیا دا نۀ ده چې د قیصاري په تروشه ټنډه جنرال سادات په کور کېنوې او په زاریو هم ملاقات ته وخت نۀ ورکوې.

بلکې زړورتیا دا ده چې په غلو او زورواکو غوږونه تاو کړې او د نور کله په څېر هې هې هې معامله ور سره ونۀ کړې.

زړورتیا دا نۀده چې د امریکا په تندریز امر سرې کرښې زېړې کړې.

بلکې زړورتیا دا ده چې پخپل وخت د لوړې مراسم تر سره کړې او ستا لۀ امر پرته انس حقاني دوی خوشي نۀشي.

زړورتیا دا نۀده چې سل مترۍ کې دوهم ولسمشر لوړه درنه وکړي.

زړورتیا دا ده چې د ټول ملت زړونه وګټې او په لوړ توپیر د ولسمشرۍ ګټنه اعلان کړې.

زړورتیا دا نۀده چې ستا د فرانسوي ږیرې لاندې په ارګ کې فحشا کېږي او د ارګ عظمت نړېږي.

بلکې زړورتیا دا ده چې فضلي او سلام رحیمي دوی راونیسې او پرتاګۀ کې دننه څنګلې ترې لنډې کړې.

زړورتیا دا نۀده چې خپل اولادونه مریم او طارق دومره لۀ ډاره لۀ امریکا نۀشې راوستی چې تا ته ګوته ککړه کړي او رایه در کړي.

زړورتیا دا ده چې که د پردۍ مور زامن سرتېري وژل کېږي نو تۀ باید ښارونو کې وګرځې او د دوی میندې او مېرمنې لۀ سوال وساتې.

وایي داعش بريد کړی، ښه داعش څوک دی؟ کومه دی دفتر او کومه دی ویاند یې؟

هغه کنړ کې یې چې طالبانو سره جنګ و، داعشیان چا په هلیکپټرو کې ترې پورته کړل او دلته هلیکپټر بل چا سره دي؟

وه ورور جانه دیما! زړورتیا دا نۀده چې سپیدار ماڼۍ کې د ډاکټر عبدالله پلویان د خوښۍ پټاس وډزوي او تۀ په زیزمیني کې ګریوان وشکوې.

د میږي بدمعاش زړورتیا یې په خیر کړې.

محمد رحيم سکندر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

سکندره وروره : دې بې ننګو ته د ننګ خبري مه کړه يا ځان وګڼه په خپلو وينو رنګ . تر دې پوري مي د جرمني د مونشن د قهرمان کيسه را په ياد سوه. يو وخت يې دغه ښار ته د نړۍ د څو ګوټونو څخه يو يو زړه ور ورغوښتی وو، څو معلومه کړي چي په دوی کي بيا څوک تر ټولو ډېر زړه ور دی او د زړه ورتيا قهرمان يې اعلان کړي. نو هغه وو چي په يوه صالون کي يې دوی کښېنول او ډېر وېروونکی فلم يې ورښکاره کړ. چي د دې صحنې په ليدو… نور لوستل »

جلا

دا خو یوه دیره خام او ماشومانه صحنه سازی غوندی معلوم سو. والله اعلم.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x