د سولې طرحېنظــر

د دوحې تړون په اړه د امريکا، ملګرو ملتونو او اروپايي اتحاديې ګډه اعلاميه

د متحدو ايالتونو او طالبانو د تړون د لاسليک په اړه ګډه اعلاميه

د لاندې اعلاميې پر متن په قطر کې د فبرورۍ په ۲۹مې د متحدو ايالتونو او طالبانو تر مينځ لاسليک شوي تړون په اړه د اروپايي اتحاديې، فرانسې، جرمني، ايټاليې، ناروې، انګلستان، ملګرو ملتونو او د امريکا د متحدو ايالتونو د ځانګړو استازو له خوا هوکړه شوې.

د متن پيل:

د امريکا د متحدو ايالتونو، فرانسې، جرمني، ايټاليې، ناروې، اروپايې اتحاديې، انګلستان او ملګرو ملتونو استازو د مارچ په لومړۍ نېټې د قطر په دوحې کې سره وليدل او:

1. د هغو مهمو ګامونو هرکلی يې وکړ چې د متحدو ايالتونو او طالبانو د تړون او د متحدو ايالتونو او افغانستان د د فبرورۍ د ۲۹مې ګډې اعلاميې په مرسته د جګړې د پای ته رسونې او د مارچ ۱۰مې ته پلان شويو بين الافغاني خبرو د دروازې د پرانستنې پر لور واخيستل شول.

2. د دې له پاره يې خپل چمتووالی وښود چې د سولې د يوه داسې هراړخيز او پاييدونکي تړون له پاره کار وکړي چې جګړه پای ته ورسوي، په سيمه ييز ثبات او نړيوال امنيت کې ونډه واخلي، د ټولو افغانانو د بين المللي منل شويو هغو حقونو درناوی وکړي چې د افغانستان په اساسي قانون کې هم منعکس شوي، او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د حکومت، سياسي مشرانو، مدني ټولنې او طالبانو په ګډون ټولو افغانانو له خوا يې درناوی وشي.

3. پر دې يې ټينګار وکړ چې هراړخيزه او پايېدونکې سوله يوازې، د بين الافغاني خبرو اترو په پايلې کې شوي داسې هراړخيز سياسي هواري له لارې چې په هغې کې په ځانګړې توګه ښځو هدفمندانه ونډه اخيستې وي، او د افغانستان بشپړتيا او خپلواکۍ ته د درناوي له لارې تر لاسه کېدی شي.

4. پر دې يې ټينګار وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د نړيوالې ټولنې له خوا په رسميت نه پېژندل کيږي، او سربېره پر دې به نړيواله ټولنه د افغانستان د اسلامي امارت اعاده نه ومني او نه به يې حمايه کړي.

5. د طالبانو له خوا په سياسي بهير کې ګډون ته د ژمنې کولو او له هوکړې وروسته په داسې نوي افغان اسلامي حکومت کې يې د هغوی د راتلونکي نقش هرکلی وکړ چې د بين الافغاني خبرو په ترڅ کې تعين شي.

6. د فبرورۍ د ۲۲-۲۸ اورکم يې وستايه او پر ټولو اړخونو يې ټينګار وکړ چې تاوتريخوالی نور هم کم کړي چې د بين الافغاني خبرو اترو له پاره مساعد چاپيريال رامينځ ته شي.

7. پر طالبانو او نورو افغان وسله والو ډلو يې غږ وکړ چې د دې د باوري کولو له پاره کوټلي ګامونه واخلي چې د افغانستان ځمکه بايد د دوی يا القاعدې، داعش، يا نورو نړيوالو ترهګرو ډلو له خوا د نورو هيوادونو د ګواښلو يا پر هغوی د بريد کولو له پاره و نه کارول شي.

8. هيلې يې څرګندې کړي چې ټول اړخونه به د بين الافغاني خبرو په مودې کې په دې موخه اوربند مراعاتوي چې ګډونوال د افغانستان د راتلونکي له پاره د سياسي لار-نقشې او دايمي او هراړخيز اوربند پر لارو چارو هوکړې ته د رسېدو جوګه کړي.

9. پر ټولو افغانانو يې غږ وکړ چې د بنديانو د خوشې کولو او اوربند په څېر داسې مسائلو په اړه چې دواړو اړخونو ته د اهميت وړ دي، سمدستي بحثونه پيل کړي.

10. هغه موجوده ژمنې يې تازه کړې چې راتلونکي افغان حکومت ته به سياسي ملاتړ او اقتصادي او پرمختيايي مرسته ورکوي، په دې شرط چې د ښځو، ځوانانو او اقليتونو په ګډون د ټولو افغانانو بين المللي منل شوي هغه حقونه وساتي او درناوی يې وکړي چې د افغانستان په اساسي قانون کې هم منعکس شوي؛ او د افغانانو هغې غوښتنې ته هو ووايي چې له ۲۰۰۱ را وروسته لاسته راوړنو د تداوم په اړه يې لري.

11. هغه موجوده ژمنې يې تازه کړې چې افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو سره به په پاييدونکي ډول مرستې ته ادامه ور کوي.

12. د متحدو ايالتونو د هغه چمتووالي جاج يې واخيست چې د بين الافغاني خبرو اترو په پيلېدو سره به د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له نورو غړو او افغانستان سره په دې موخه کار پيلوي چې د سولې د بهير د ملاتړ په موخه د لګولو شويو بنديزونو پر وضعيت بياکتنه وکړي، دې ته په پام سره چې د طالبانو داسې اقدام به چې تاوتريخوالی نور کم کړي، د بين الافغاني خبرو د پر مخ وړلو له پاره پرله پسې هڅې وکړي، او د دې تر څنګ په داسې فعاليتونو کې ښکېلتيا او مرسته ودروي چې د افغانستان يا نورو هيوادونو سوله، ثبات او امنيت ګواښوي، پر دغې بياکتنې اغېز ولري.

13. ټول هيوادونه يې دې ته وهڅول چې د افغانستان خلک حمايه کړي او د ټولو د ګټې په پار د سولې په پاييدونکي هواري کې ونډه واخلي.

14. د ټولو هغو نړيوالو هڅو هرکلی يې وکړ چې د افغانستان د سولې بهير حمايه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x