افغانستان

خوست: په اقامت جنجال؛ لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۸ل): په خوست ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته وسله واله نښته شوې ده چې په نتيجه کې يې لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوست د امنيه قومندانۍ وياند عادل حيدر وايي چې نن مازيګر د خوست ولایت مندوزيو ولسوالۍ د لپوريو سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ لفظي شخړه کې چې وروسته په وسله واله نښته واوښته؛ څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د سيمې اوسېدونکو ويلي دي چې نښته د کلي په جومات کې د لمانځه د اقامت په سر رامنځته شوې ده چې په تاوتريخوالي واوښته.

بايد وويل شي چې تير کال هم په خوست ولايت کې د تبليغانو د دوو ډلو ترمنځ نښته کې څو تنه تبليغيان يو بل په کوتکونو وهلي وو او ټپيان کړي يې وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

دا زمونږ د ناپوهیو علت دی۰پاید د حوصلی نه کار واخلو۰ د یو انسان وژل دیر ناپوهی ده۰ پختنو پوه شی جهان کوم خواته روان دی مونږ د جهل له لاسه یو بل وژنو۰

الحنفي

مفکر به ښه مثبت سوچ لري لیکوال: نثاراحمد الحنفي ورځ مي په سرګردانۍ تېره کړه ماسپښین دوه بجې ویده شوم، خو خوبونه ډير سره ګډوډ و، کله چي له خوبه پاسیدم که ګورم فیسبوک له مبارکیانو ډک دی، خبر نه یم چي دا بیا د څه مبارکۍ دي، البته انتظار مي و ایستل که ګورم د مفکر صیب؟! اواز مي تر غوږ شو: چي دا بدن تر وطن قربانوم، بیا خوشحاله شوم چي بیا هم ښه ولاړه ده چي زموږ شیرین وطن داسي قربانیان هم لري، که مي کتل کابل کي ارګ ته نژدې بل ځای هم خلګ را غونډ… نور لوستل »

عبدالمالک همت

ښې او د پند او عبرت خبري دي، خو له بده مرغه د دغسي فکر خاوندانو پر دغسي خيرخواهانه خبرو ډېر لږ خلک غوږ ږدي. الله دي پر دې بې چاره ولس خپل فضل وکړي.

مجاهد

هلکه دا تبصره خو به دی د غنی د لوړی د مراسمو ترسره کولو او ورباندی ډزونو لړی هم روانه وه بیچاره د بدمرغی له مخی سپینی جامی هم اغوستی وی خوش قسمتی یی دا ده خلک وایی د معدی ستونزه لری یعنی تل قبض وی که نه سپینی جامی به یی له کاره وتلی وی . په هر صورت تاسی د بلی لیکنی لاندی دغنی تبصره لیکلی ده

اجمل

اوس اوس ناپوهی په ډیر سرعت سره مخ په ښوریدو ده او په ډرز کی روانه ده.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x