افغانستانسولې اړوند خبرونه

 پاکستان اشرف غني ته د ولسمشرۍ مبارکي ویلې او د ګډ کار ژمنه یې کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۸ل): د پاکستان لومړي وزیر د ارګ ولسمشر «اشرف غني» ته د ولسمشرۍ مبارکي ویلې او ژمنه یې کړې، چې له نوموړي سره به ګډ کار ته دوام ورکوي.

عمران خان په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي، چې دی اشرف غني ته مبارکي وايي او د سیمي د امن او ثبات په برخه کې به پاکستان تر خپله وسه هڅې کوي.

له اوږدو، ناندریزو او جنجالي ټاکنو وروسته تېره ورځ اشرف غني وتوانېد د لوړې مراسم ترسره کړي او په دې توګه ځان ته د یو منتخب ولسمشر نوم ورکړي.

د نوموړي سیال «عبدالله عبدالله» هم ده ته په څو مترۍ کې لوړه وکړه او ځان یې منتخب ولسمشر ونوماوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x