افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکايي ځواکونو لومړنۍ ډله له افغانستان څخه ووتله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۸ل): د طالبانو او امریکا د توافق په بنست، د امریکايي ځواکونو د انخلاء لړۍ پیل او تېره ورځ یې لومړنۍ ډله له افغانستان څخه ووتله.

اسوشیټيډ پریس خبري اژانس د یوه امنیتي چارواکي له قوله لیکلي، چې په دې ډله کې سلګونه امریکایي ځواکونه شامل وو، چې تېره ورځ یې افانستان پرېښود او د خپل هیواد په لوري وخوځېدل.

د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ، باید تر تړون وروسته په لومړنیو  ۱۳۵ ورځو کې  د امریکايي ځواکونو شمېر له ۱۴۰۰۰ څخه ۸۶۰۰ ته راکښته شي او د څوارلس میاشتو دننه باید له ډيپلوماټیک پرسونل پرته ټول بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي.

د امریکا د دفاع وزیر «مارک ایسپر» څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې په کابل کې یې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» ته امر کړی څو د ځواکونو د خروج لړۍ پیل کړي.

په ورته وخت کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ داسې مهال پیل کېږي، چې د امریکا له ملاتړ برخمن «کابل حکومت» په یوه خراب سیاسي وضعیت کې قرار لري، همدا تېره ورځ اشرف غني او عبدالله عبدالله  بېل، بېل ځانونه د ولسمشرانو په حیث معرفي کړل او هر یو یې د سولې لپاره له یو بل سره متفاوت  نظریات لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

الحمدلله

الحاج استاذ بیانزی

د ورته حالت یا برخه لیک سره ( کله چه روسانو خپل اخری غلام نجیب ګاو تر شا یتیم پریشود او له زمونږ د اتلانو له هیواده په الهی نصرت وتل ) غلام او متفکر (احمق ) غنی هم مخ شوی فکر کوم چه نجیب ګاو تری په څه ناڅه ښو شرایطو کی یتمی پاتی شوی وو همدا نن چه یی ارګ کی لوړه کوله پیچاره د قبضیت ستونزه لری که نه کالی به یی رنګه او خوړینی کړی وی ، د هیتلر هغه خبره می رایاد شوه ویل زما هغوی خوښیږی چه مونږ وژل او مونږ یی وژلو هغوی… نور لوستل »

غلام سخی بکواهی

نصر من الله وفتح القریب

مجاهد

ورونو تیره اونی د فیبروری نهه ویشتمه له لوی مبارکی وروسته دا بله مبارکی ده چه مجاهد اولس او طالب مشرانو او کشرانو ته یی وایم دا الهی نصرت دی الله ج دی همدا نصرت دایم او قایم ولری . د دوحی سوله د حدیبی سوله ده چه له مخی به یی انشالله ډیر ژر کابل او ټول افغانستان هم فتح شی انشالله

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x