افغانستان

د طالبانو د لوړو زده کړو کمېسیون: د دیني او عصري زده کړو د مراکزو تر منځ مو فاصله په بشپړ ډول له منځه وړې/ويډیويي مرکه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د تعلیم او تربیې او لوړو زده کړو کمېسیون وایي، د دیني علومو د مراکزو تر څنګ د عصري علومو د مرکزونو خدمت ته په بشپړ ډول ژمن دي او دواړه ځایونه یې له یو بل سره په همغږي کې ساتلي.

دغه څرګندونې د طالبانو د  تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون د بهرنیو اړیکو مسئول «مولوي عبدالحکیم همت اخندزاه» په دوحه کې له «نن ټکی اسیا» سره د مرکې په مهال وکړې، نوموړي وویل، په افغانستان باندې د تېرو یرغلونو په مهال او د ځینو کړیو له لوري په بیا، بیا هڅه شوې، څو د عصري علومو او د یني زده کړو د زده کوونکو او ادارو تر منځ فاصلې را پيدا کړل شي؛ خو دا د اسلامي امارت ابتکار او په دې برخه کې د شفافې پالیسي برکت دی، چې دا فاصله اوس په بشپړ ډول له منځه وړل شوې.

نوموړي زیاته کړه « یو وخت د دیني زده کړو او عصري علومو د شاګردانو تر منځ د یو ځای کېدلو تصور هم نشوای کېدای، خو اوس داسې مجلس نشته چې هلته موږ د مور او میرې چلند کړی وي، لکه څنګه چې د دیني زده کړو د ادارو خدمت ته متعهد یو  همداسې د عصري زده کړو مرکزونه هم خپل بولو او خدمت ته یې ژمنتیا لرو.»

د همت په خبره، دوی د هیواد دننه له مدرسو او د عصري زده کړو له ادراو پرلپسې څارنه کوي او نه پرېږدي، هغه څه چې نړیوال یې له افغانستان سره د تعلیم په برخه کې د مرستې په نامه کوي، بېځایه ولاړ شي.

نوموړي ددې تر څنګ یاده کړه، چې تر خپل څار لاندې د دیني زده کړو ادارو ته یې ځانګړی نصاب جوړ کړی او د هغوی د زده کړو سیسټم یې داسې برابر کړی، چې له دیني زده کړو فارغ شوی طالب العلم د عصري ز ده کړو د اتم یا نهم ټولګي له زده کوونکي سره سیالي وکړي.

بشپړه مرکه لاندې وګورئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

لَقَدْ اَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَاَنْزَلْنَا مَعَهُـمُ الْكِتَابَ وَالْمِيْـزَانَ لِيَقُوْمَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ ۖ وَاَنْزَلْنَا بیشکه راولیږل موږپیغمبران خپل په واضحونخښوسره اوراوه می لیږل ددوی سره کتابونه اوترازودانصاف چه قایم اوسیږی خلک پرانصاف اوراوه لیږله اوسپنه الْحَدِيْدَ فِيْهِ بَاْسٌ شَدِيْدٌ وَّمَنَافِعُ لِلنَّاس ِ چه پکښی دجنګ قوت سخت دۍ اوفائدی دی دخلکودپاره وَلِيَعْلَمَ اللّـٰهُ مَنْ يَّنْصُرُهٝ وَرُسُلَـهٝ بِالْغَيْبِ ۚ اِنَّ اللّـٰهَ قَوِىٌّ عَزِيْزٌ (25) اوچه معلوم کی الله چه څوک مدد کوی دده اودده درسول بی لیدو،بیشکه الله ډیرزورآور غالب دۍ(الحدید ۲۵) داسلامی دیانت اساس پرغلبی،شوکت،فتح اوعزت په طلب ایښودل سوۍ دۍ – اومسلمانانوته امرسوۍ دۍ چه هرهغه قانون شاته وغورځوۍ چه… نور لوستل »

Abdul-Rauf Alam

الله تعالی دی ستا لوړ اسلامې ارمان پوره کړی.آمین

اجمل

#### عصری مضامین چی په طالبانو وایی بیا نو د جهاد په نوم له چا نه استفاده کوی؟

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x