
پاکستان کې د کرونا ويروس ثبتې شوې پېښې ۱۶ ته ورسیدې
نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۸ل): د پاکستان په مرکزي ښار کراچۍ کې د ۹ نويو پېښو تاييديدو وروسته د کرونا ويروس پېښو شمېر ۱۶ تنو ته ورسېد.
د سند ايالت روغتيا وزارت وايي چې ۶ کسان له شام څخه د قطر دوحې پر لاره او ۳ نور له لندن څخه کراچي ته رسيدلي دي.
ددوی په وينا يو ۵۳ کلن کس چې د کرونا ويروس نښې په کې ليدل شوي له شام هېواد څخه د قطر دوحې په لاره کراچۍ ته رسيدلی، د نوموړي سربېره يې کورنۍ هم په روغتون کې قرنطين شوي دي.
پاکستان کې د کرونا ويروس لومړۍ پېښه د فروري مياشتې په ۲۶مه نېټه ثبت شوه چې تر دې دمه يې ټوله شمېره ۱۶ تنو ته رسيږي. په دې کې ۱۳ تنه کراچي، ۲ تنه په پلازمینه اسلام اباد او يو په ګيلګت بلتستان کې اخته شوی.
د پاکستان د عامې روغتيا وزارت په وينا د کرونا ويروس سرچينه ايران دی، چې په لومړي سر کې ورسره د پولې نه تړل او د خلکو تګ راتګ ته پام نه کول ددې د خپريدو لامل ګرځېدلی.
اوسمهال پاکستان له افغانستان سره هم د کرونا ويروس مخنيوي لپاره د چمن پوله د ټاکلې مودې لپاره تړلې ده. افغانستان کې تر دې دمه ټولې ۵ پېښې ثبت شوي دي.