افغانستانروغتیا

عامې روغتيا وزارت: افغانستان کې د کرونا ويروس يوه بله پېښه ثبته شوې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د‌ عامې روغتيا وزارت وايي چې په سمنګان ولايت کې د کرونا ويروس نوې پېښه ثبته شوې ده.

د يادې پېښې په ثبتېدو سره افغانستان کې د کرونا ويروس ټولې پېښې ۵ تنو ته ورسېدې.

افغانستان کې لومړۍ پېښه د فروري مياشتې په ۲۴مه نېټه ثبت شوې وه، حې يو ۳۶ کلن کس د ايران له قم ښار څخه هرات ولايت ته راغلی و.

له هغه وروسته يوه اونۍ وړاندې د عامې روغتيا وزارت په هرات کې د ۳ نوې پېښو تاييديدو خبر ورکړی و.

اوسمهال له چين څخه بهر په اروپايي هېواد ايټاليا کې د کرونا ويروس له کبله پراخ زيان رامنځته شوی چې ۴۶۳ کسان مړه شوي او له ۹زرو زيات پرې اخته شوي دي.

له دې وړاندې د ايټاليا حکومت د فوټبال سيالۍ د پردې ترشا يعنې د نندارچيانو په نه شتون ترسره کولو پريکړه کړې وه، خو اوس يې د نوې پريکړې له مخې د هر ډوله سياليو او غونډو د ځنډولو خبر ورکړی دی.

بل لوري ته چين د ياد ويروس په لا زيات مخنيوي کې بريالی شوی، چې اوسمال نږدې ۱۸زره‌کسان د تداوۍ لاندې دي او له ۵۸زرو زيات روغ شوي دي. په دغه هېواد کې د اخته کسانو شمېر نږدې ۹۰زرو تنو ته رسيدلی دی.

د يادونې ده چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس پېښو شمېره «۱۱۳۷۷۳» ته رسېدلې چې له مخې يې «۴۰۰۸» تنه مړه شوي او «۶۳۶۹۲» تنه بيرته روغ شوي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close