افغانستان

پکتيکا: د مټاخان ولسوالۍ امنيه قومندان د ليسې يو زده کوونکی په شکنجو وژلی، اوس يې پر خلاف مظاهره روانه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۸ل): د پکتيکا په مټاخان ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ امنيه قومندان د ليسې يو زده کوونکی بندي کړی، له شکنجو او تعذیب وروسته يې په زندۍ کولو وژلی دی.

د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکو د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د امنيه قومندان پر ضد پراخ لاريون پيل کړی او د ليسې وژل شوي زده کوونکي لپاره د عدالت غوښتنه کوي.

د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، وژل شوی ځوان د الجهاد ليسې د لسم ټولګي زده کوونکی و، تېره ورځ پوليسو له ليسې بيولی و، کله چې د کورنۍ غړي يې امنيه قومندانۍ ته د خلاصون په موخه ورغلل، قومندان ورته وويل، چې سبا ته به درسي، خو نن يې مړی په داسې حال کې موندل شوی، چې د شکنجې او زندۍ کولو نښې يې په بند کې ښکاره وې.

نن ټکی اسيا د زندۍ شوي ځوان زده کوونکي ويډيو ترلاسه کړې، خو بشري اصولو ته د درناوي له امله يې نه خپروي.

پارېدلي لاريونوال وايي، تر هغو به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي، تر څو، چې د وژل شوي ځوان زده کوونکی قاتل امنيه قومندان او د هغه همکاران نه وي نيول شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x