افغانستانسولې اړوند خبرونه

امریکا: افغانستان کې نه موازي حکومت منو او نه هم په سیاسي مخالفتونو کې د زور کارول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د موازي حکومت جوړېدل او په سیاسي مخالفتونو کې د زور کارول ورته د منلو وړ نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه د اشرف غني د لوړې د مراسمو په تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې د اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې د مراسمو په مهال د شوي برید غندنه شوې او تر څنګ یې د طالب بندیانو په اړه د حکم ورکولو او تر دوه اوونیو پورې له زړې کابینې سره د کار د دوام په موضوعاتو د غږېدلو له امله له اشرف غني مننه شوې.

ددې تر څنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سولې او همه شمولیت ته د عبدالله له ژمنتیا هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې په افغانستان کې موازي حکومت او د سیاسي توپیرونو په برخه کې له زور کار اخستل ورته د منلو وړ نه دي.

یاده دې وي، چې تېره ورځ د ارګ ولسمشر «اشرف غني» او د سپیدار ولسمشر «عبدالله عبدالله» د ارګ دننه بېل، بېل د لوړې مراسم ترسره کړل او هر یوه یې ځان منتخب شوی ولسمشر وباله.

اشرف غني په خپله پرونۍ وینا کې د طالب زندانیانو په اړه د حکم ورکولو خبر ورکړ او عبدالله عبدالله هم سولې ته خپله ژمنتیا یاده کړه او له طالبانو سره یې له قید او شرط پرته مذاکراتو پیل ته تیاری وښود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x