لیکنېنظــر

یوه بله امپراطوري هم نسکوره شوه.!!

م ‘حماس “انقیادي”

په افغانستان دکمونیزم یرغل په حقیقت کی دویده اسلامي امت دبیداري فیصله وه د دعوت، اسارت،هجرت،جهاد،جراح­ت،اوشهادت هیرشوي درسونه الله تعالی ﷻ دافغانانو په لاس ددنیا ګوټ ګوټ مسلمانانو ته ورسول.

دشوروي سور ښامار او دوکه باز دښمن چی ډیر مسلمانان یی دکورکالي او ډوډۍ په دروغجنو شعارونو باندې دوکه کړي وو چا هم دا تصورنه کاوه چي افغانان به ددي بلاڅخه نجات ومومي ځکه خو ترډیره وخته نړیوالودبشري خواخوږی په مقتضی دهمکاری جرأت نه کاوه خوکله چی روسانو د الله ﷻ په نصرت متدینو افغانانو دمسلسل مقاومت په سبب ځای پرځای ماتي وخوړه،

نونړیوالودکومک اوامدادلاسونه راوږده کړل،

بلاآخره افغانستان دجهادي تربیت ځانګو اودشهادت اوهجرت دهیرشوو درسونو مدرسه اودکمنیزم مقبره وګرځیده اوداستاذي شرف الله تعالی ﷻ افغانانوته ورکړ.

الله تعالی ﷻ فرمایی:( اَم یَقُولُونَ نَحنُ جَمِیعٌ مُنتَصِر※ )الایه

الحمدالله کمونیزم شکست وخوړ افغانستان خو پریږده بلکې دنیاوال ټول دکمونیزم له شرڅخه خلاص شول.

خومتأسفانه غربي کافرته میدان تش پاتي شو،

غرب د خپلو مخلصینو په مټ اول دشیطانت جال خورکړ،

جهادي رهبران او مجاهدین الله تعالی ﷻ پخپل فضل له دغه مصیبت نه وساتل.

یوازي دانه چي دبي ساري قربانی په نتیجه کي اسلامي نظام قائم نشو بلکي دلکونوشهیدانو ویني توی شوي، دکونډو،یتیمانو او معیوبینو ارمانونه له خاورو سره خاورې شول.

د دیندارو مخلصو مظلومو مؤمنانو هیلي ناهیلي شوي،

د داخلي جنګونو لړی ګرمه شوه فاسقانو ته دفسق اوظالمانوته لارې خلاصي شوي.

شخصي ملیشي جوړي شوي هغه بشري ناورین منځ ته راغی،

خو ددیني مدرسو بااحساسه اوبادرکه طالبان راپورته شول د دیندارو عواموپه ملاتړیی اسلامي تحریک شروع کړ.

په لږوخت کی یی تنظیم پرستي پاټک سالاري خپل منځي جګړي قومیت اوعصبیت یی ختم کړل،

د(۱۵۰۰۰)شمیر اَهلُ الْحَلِّ وَالعَقَد په واسطه یی اسلامي امارت اوشرعي امیراعلان وکړ شرعي محاکم یی جوکړل شرعي حدودیی نافذکړل.

دافغانستان په/۹۰\فیصده خاوره کي امن امان خور شو ددنیا په ګوټ ګوټ کې جهادي تنظیمونه ورسره بیعتونه وکړل او مسلمانانو کي دازادی فکرراژوندی شو.

غرب په دی پوه شوچي دا نظام به ډیرزرلکه سمندر دنیا به په سر واخلي او دا پوچه دیمکراسي به لاهوکړي،

او که دا نظام تریوي سیمي محدود نشي نوکیدای شي دنیاوال ددغه نظام له وجې دغرب له کفري نظام او دیمکراسي له غلامی څخه خلاص شي نوسمدستي یې نامعقولي بهاني شروع کړي.

چي په نتیجه کې یې دصبرکاسه نسکوره اوچپه شوه دعالمي صلیبي جنګ اعلان یی وکړ.

غربیانو ۷۵/ فیصده دروغجن تبلیغات او ۲۵/فیصده ټکنالوجی سره خلط کړه، د جګړي یو نوی پړاو پیل شو دداخلي منافقانو ټوپکیانو د شر او فساد سالارانو دخارجي سګ شویانو، سیکولریانو او دیموکراتانو په همکاری داسلامی نظام په ضد صلیبي جګړه شروع کړه.

فَاِذَاعَزَمتَ فَتوکل علی الله ان الله یُحِبُّ المتَوَّکلِین※الایه

اسلامی امارت دعملی حکمت لاره خپله کړه په لوی الله یی توکل اوجهادته یی ملاوتړله دتیرجهادسنګرونه.زاړه­ سوپونه سمڅی اولغمونه یی دښمن ته دترصدلپاره انتخاب کړل.

( نَصرٌ مِنَ الله وَفَتحٌ قَرِیب )الایه

الحمدالله د مسلسلو قربانیو په نتیجه کي دنصرت پلوشي راښکاره شوي هغه صلیب چي طالب او مجاهد یی انسانان نه بلل خو یو وخت یې د صلحي او مفاهمي میزته او دیمکراسي کې د شمولیت دعوت ورکړ.

( وَقَاتِلُوهُم حتی لاتَکونَ فتنةً وَیکونَ الدینُ کُلهُ لله※)

په اساس کلک په خپل دریځ ودریدل،

غرب پوه شو چې په زاریو کار نه کیږي نو ددې لپاره چې دغه بې کفایته اداره سیکولریزم نظام په ځای پاتې شي،

نو دطالب خلاف یې د اربکیانو فتنه راولاړه کړه،

( فَقَاتلواولِیاءَالشَ­یطنِ اِّن کَیدَ الشیطن ِ کَانَ ضَعِیفاً )

د الله تعالی ﷻ په مرسته او د مجاهدینو د کلک عزم په برکت دافتنه هم شنډه شوه، دغربیانو اجیران بیاپه چغو او فریاد لاس پورې کړ، چې که تاسې لاړی نومونږ به څه حال وي.

( ذَالِکُم وَان الله مُوهِنُ کَیدِالکَافِرینَ※ )

بل ځای کی الله تعالی اﷻ مؤمنانوته خطاب کوي

( اِن الله یُحِب الذینَ یُقَاتِلُونَ فی سَبیلِه صَفّاًکَاَنَّهم بُنیان مَرصُوص )الایه………..

خو لله الحمد دادی نن یې باالمشاهده ګورو چې په افغانستان کې نړۍ وال سپر طاقت هم مات او دړې وړې وي.

د اسلامي، خپلواک اوسوليز افغانستان په هيله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر

وروره په دی جهاد کی ټول ملت برخه اخیستی تنها یی په دینی مدرسو پوری مه ور خلاصه کوه زه به یی عملی بیلګی په ټولو ولایاتو کی در په ګوته کړم خو په خپل ولایت (وردګو) کی خویی بیلګی خورا ډیری دی چی له هغی جملی د مکتبونو شاګردان، د پوهنتونونو محصلین، د پوهنتونونو فاریغین، انجنیران، ډاکتران، استادان او همداسی نور…
ومن الله توفیق
م.ا. عمر

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x