ادبي لیکني

يوه خاطره/ عبدالمالک همت

عبدالمالک همت
يو وخت د يوه معمر او پاخه سړي سره مخامخ سوم. په خبرو خبرو کي نوبت دي ته ورسېد چي ماورته وويل : امريکا او پاکستان دواړه زموږ دښمنان دي، بايد موږ له دې دواړو دښمنانو څخه خپل هيواد، خلک او ځانونه وساتو او د هيڅ يوه سره هيڅ ډول همکاري ونه کړو. نه يې مزدوري او نوکري وکړو، نه يې معاشونه او امتيازونه ومنو او نه د خپل هيواد او خپلو خلکو پر ضد چوپړ ورته ووهو. ځکه په دې سره د خپل هيواد او خلکو په وړاندي د ملي خيانت مرتکب کېږو او د پردو کفارو ملکری او دوستي خو زموږ د سپېڅلي دين له نظره ډېر لوی جرم دی.

زما د دغو خبرو په اړه د سړي خبري ډېري وې، خو دا يوه يې ډېره عجيبه او اريانوونکې وه، چي ويې ويل: ”ولا د پاکستانيانو ترغولو د امريکايانو غول غوړ دي، نو څوک چي غول خوري د امريکايانو دا دي خوري“.

زه د دغه کس په دې خبره ډېر متأثر او خدای ورښتيا ډېر نهيلی سوم او خبري مي ورسره بس کړې. دغه مهال مي د عمرو بن معدي كرب بن ربيعة الزبيدي (525، 642م) دا شعر را په زړه سو:

لقَد أسمَعتَ لَو نادَيتَ حَيّاً ««»» ولكن لا حَياةَ لِمَن تُنادي
فَلَو ناراً نَفَختَ بِها أضاءَت««»» ولكن كُنتَ تَنفُخُ في الرَّمادِ

ژباړه: كه دي کوم ژوندي ته دا خبري كړي واى هرو مرو به دي په اورېدلې واى او ځني متأثر سوی به واى.

خو هغه چا ته چي ته خبري كوې ژوندى نه دى.

او که دي اور پوکلی وای خامخا به يې رڼا پورته سوې وای.

خو ته په حقيقت کي اور نه، بلکي رېګ پوکې !

رښتيا هم داده چي له بده مرغه په موږ کي ډېرو کسانو بې ادبي معاف د امريکې قاذورات د هغو د غوړوالي له امله تر نورو غوره ګڼلي دي، ځکه يې نو د هغو په خوړلو ګېډي ښې وسيخلې او (د دوی په قوت شامه) د هغو خوړلو او زړه وړونکی بوي او خوند داسي مست او مدهوش کړل چي دادی دوه غټان يې په يوه هيواد کي د دوو حکومتونو کوميډي ډرامه نندارې ته وړاندي کوي او په يوه ارګ کي يې د واک پر يوه ګدۍ باندي د دوو”کو…“ ايښوولو د تحليف د مراسمو دوې بېلي بېلي غونډي جوړي کړې.

له بده مرغه اوس د دغو قاذوراتو خوړونکي د هغو معتاد سوي دي، ځکه نو په هيڅ ګون نه ځني راګرځي او پر دې بنسټ د حق او حقيقت، سولي، اتحاد او اتفاق او د اسلام، افغانولۍ او ننګ او غيرت خبري داسي بدي پر لګيږي لکه پر شيطان چي اذان بد لګيږي، سخت حساسيت ور سره ښيي او په وړاندي يې د معتادو لېونيانو غوندي بې ربطه، بې منطقه او نامعقولي اوتي بوتي وايي. او يا په غرور، تکبر او عدم التفات صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لا يَرْجِعُونَ ځني تېريږي. لنډه دا تر کومه ځايه چي ما درک کړې ده دغه د پردو اشغالګرو کفارو له غوړو قاذوراتو خوند اخيستونکي او په روږد، چاغ سوي او مست سوي ساکښان ځانونه وژني، خو د خپلو موقفونو، امتيازونو او دغو غوړو غولو پرېښوولو ته نه دي تيار.

الله دي زموږ د مظلومو او ځپلو ځيځېرلو خلکو پرده ورسره کوي.

إِذا هَوَ فِی الحَمَّامِ طِینٌ مُطَیَّبٌ
فَقُلتُ لَهُ:[هل]11 أَنتَ مِشکٌ وَ عَنبَرٌ
أَجَابَ بِأَنِّی کُنتُ طِیناً مُذَلَّلاً
فَأَثَّرَ فِی خُلقِی کَمَالُ مُجَالِسِی
ز زند و ز پازند برداشتم

تَوَصَّلَ مِن أَیدِی کَریمٌ إِلَی یَدِی
فَإِنّی مِن رَیَّاکَ سکرَانُ12 مُعتَدِی13
فَجَالَستُ لِلوَردِ الجَنِّیِ بِمَعهَدِی14
وَ إِلَّا أَنَا التُّربُ الَّذِی کُنتُ فِی یَدِی15

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close