افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

نيويارک ټايمز: سياسي جنجال او د بنديانو د خلاصون مخالفت د سولې پلان له خنډ سره مخ کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۸ل): نيويارک ټايمز ورځپاڼې په کابل کې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د سياسي جنجال په اړه ليکلي، چې دا کړکېچ او د اشرف غني له لوري د طالب بنديانو له خلاصون سره مخالفت د بین الافغاني سولې خبرو پلان له خنډ سره مخ کړی دی.

ورځپاڼې دا مقاله په داسې حال کې ليکلې، چې تېره ورځ د دولت جوړونکي ټاکنيز ټيم مشر اشرف غني او همدارنګه د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم مشر عبدالله عبدالله په جلا جلا ډول د ولسمشرۍ لوړه وکړه.

د اشرف غني او عبدالله له لوړو مخکې د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وړمه ورځ شپږ ځله د ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ تګ راتګ وکړ، تر څو د دواړو ترمنځ روغه جوړه وکړي، خو هڅې يې بې پایلې شوې.

نيويارک ټايمز وايي، د ارګ ماڼۍ په څو مترۍ کې عبدالله هم په سپېدار ماڼۍ کې لوړه وکړه.

د ورځپاڼې په وينا د حکومت داخلي جنجال او د اشرف غني له لوري د بنديانو خلاصون سره مخالفت د سولې بین الافغاني خبرو پلان له خنډ سره مخ کړی دی.

ټاکل شوې وه، چې د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې د مارچ تر لسمې «يعنې نن ورځ» به پنځه زره طالب بنديان خوشې شي، خو اشرف غني تر اوسه دا بنديان نه دي خوشې کړي او نه يې هم تر اوسه له طالبانو سره بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی ټاکلی دی.

اشرف غني تېره ورځ د خپلې لوړې مراسمو کې د وينا پر مهال وويل، چې سبا به د بنديانو د خلاصون فرمان لاسليک کړي.

له تېرې شپې راهيسې ځينې سرچينې وايي، چې يو شمېر بنديان له بګرام زندانه خوشې شوي، خو باوري سرچينې وايي، دا بنديان د طالبانو نه دي بلکې، جنايي بنديان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x