
طالبان: امريکا ته مو د پنځو زرو بنديانو بشپړ لېست ورکړی، هېڅوک په کې جعلکاري نشي کولی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، امريکا ته يې د خپلو پنځو زرو بنديانو بشپړ لېست ورکړی او هېڅوک په کې جعلکاري نه شي کولی.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، د دوی د بنديانو په نوملړ کې هېڅوک جعلکاري نه شي کولی او يو شرط يې دا دی، چې دا بنديان به په يوه دښته کې طالبانو ته سپارل کيږي او يا به هم په زندانونو کې د طالبانو د پلاوي له تصديق وروسته خوشې کيږي.
موږ امریکایي پلاوي ته دپنځه زره کسانو مفصل لیست ورکړی دی چې هیڅوک جعل کاري پکښې نشي کولای . یو شرط مو دادی دا کسان که په یوه دښت کي موږ ته را تسلیموي یا په زندانونو کې، زموږ د هیئت تر تصدیق وروسته به د منلو وړ وي. بل داچې هغه کسان به وي چې موږ په لیست کې لیکلي دي
— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) March 10, 2020
ښاغلي شاهين زياته کړې، چې بنديانو کې بايد يوازې هغه کسان راخوشې شي، چې دوی يې نومونه په لېست کې امريکا ته ورکړي دي.
سهيل شاهين دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې تېره ورځ د کابل حکومت مشر اشرف غني د لوړې مراسمو پر مهال وويل، چې سبا به د طالب بنديانو د خوشې کولو فرمان صادر کړي.
له نن سهار راهيسې داسې ناتاييد شوي راپورونه تر لاسه شوي، چې حکومت له بګرام زندان څخه يو شمېر بنديان خوشې کړي، خو طالبانو ته نږدې سرچينې وايي، دا بنديان د دوی نه دي، بلکې جنايي بنديان دي.
طالبانو تر دې وړاندې هم ويلي و، امريکا ورسره په لاسليک شوې هوکړې کې ژمنه کړې، چې د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې به پنځه زره طالب بنديان خوشې کيږي.
د چارو کارپوهان اندېښنه لري، که له ژمنې سره سم نن د مارچ په لسمه پنځه زره طالب بنديان خوشې نه شي، ښايي د سولې راتلونکې بین الافغاني خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ شي.
که غلام غنی د زرو او یا دوو زرو بنديانو د خلاصون اعلان وکړی بايد چی ونه منل سی پديچی دا بيا په لوی لاس بيواکه غلامانو ته کريډيټ ورکول دی چی بايد ورنکړل سی ، ټوله نړی به بيا دا وايی چی افغان دولت خپلواک دی او د امريکی فيصله يی ونه منله .
غلامته دی د غلام په سترګه وکتل سی .