افغانستان

ويسا ورځپاڼه: غني او عبدالله د خپل واک لپاره په هېواد کې هر ډول غميزې راوستلو ته چمتو دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۸ل): له کابله خپرېدونکې «ويسا» ورځپاڼې د اشرف غني او عبدالله عبدالله له لوري د جلا جلا ولسمشرۍ لوړو مراسمو په اړه سرمقاله ليکلې ده.

د ويسا په سرمقاله کې راغلي، چې تېره ورځ د افغانستان په تاريخ کې د سياسي ابتذال ورځ وه.

د سرمقالې ليکوال وايي، د اشرف غني او عبدالله له لوري په جلا جلا ډول د لوړې مراسمو ترسره کولو زموږ سياستوال په نړيواله کچه وشرمول.

سرمقاله زياتوي، سره له دې، چې اشرف غني او عبدالله دواړه ځانونه په حقه بولي، خو دواړو وښودله، چې د خپل واک او مقام لپاره په هېواد کې د هر ډول بحران او غميزې راوستلو ته هم حاضر دي.

ورځپاڼه وايي، بهرنيانو د ملي يووالي حکومت په نوم د دې ابتذال د بنسټ ډبره کېښوده، چې دواړو ومنله او اوس به راتلونکي وخت کې هم ټاکنې د حکومتي کړيو تر چتر لاندې تر سره کيږي او ورسره به هر ډول ګډوډۍ ته زمينه برابریږي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، غني او عبدالله دواړه ځانونه د ديموکراسۍ علمبرداران بولي، خو ولس وايي، چې په دې ديموکراسۍ دې اور پورې شي او افغانان دې ژر له دې ابتذال نه بې غمه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

که دوی ددی قوم څخه وای بیا یې داسي نه کوله دوه دوه پاسپورټونه یي په جیب کې دی هر وخت چې پر غرنده سي وبه ځغلې اولادونه یي مخکې لا په امریکا او هند کې ساتلی دي — نه ډبل وجدان لری او نه هم سنګل غیرت — د دواړو دي نور هم مخ تور سئ

ابو محمد الفاروقي

اِبْتِذَالٌ : (مصدر)
اِبْتِذَالٌ – اِبْتِذَالٌ [ب ذ ل] (مصدر: اِبْتِذَلَ). عَرَّضَ نَفْسَهُ لِلابْتِذَالِ : لِعَدَمِ الحُرْمَةِ وَالاحْتِشَامِ، كَوْنُ الشَّيْءِ مُبْتَذَلاً.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx