هندوستان د پاکستان دفوځ پنځه تنه جنرالان په خپل تور لیست کي ونومول

India-Pakistanنن ټکی آسیا: هندوستان پنځه تنه پاکستاني فوځي جنرالان خپل په تور لیست کي شامل کړي دي، او غواړي چي د تروریزم په تور يي محاکمه کړي.

ویل کيږي چي دغه لیست هندوستان پاکستان ته د روان کال د مارچ په میاشت کي هغه وخت سپارلی وو، کله چي ددواړو هیوادونو د وزارت خارجه په سطحه غونډه تر سره شوې وه.

مګر معلومات يي اوس په داسي وخت کي څرګند شوي دي، چي پاکستان باندي د هري خوا تورونه لګول کیږي، او د هر لوري له خوا تر فشار لاندي دي، ځکه چي د نن څخه لس ورځي تر مخه امریکا د پاکستان په خاوره کي په یو لړ عملیاتو کي د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په ایبټ اباد ښار کي شهید کړ.

ویل کيږي چي په دغه لیسټ کي اوس په کار بوخت پنځه تنه فوځیان او نور د مختلفو جهادي ګروپونو مشران داخل دي.

هندوستان هر وخت په پاکستان تور لګوي چي ددوی په ضد د عملیاتو لپاره د وسله والو سره په منظمه توګه همکاري کوي، او هغوی ته دا موقع ورکوي چي په هندوستان کي دننه د هندي اهدافو په ضد عملیات ترسره کړي، چي یو د هغو څخه په کال ۲۰۰۸ د ممبئي عملیات وه، چي نیژدې ۱۶۶ کسه په کښي ووژل شوه، مګر پاکستان د هندوستان دغه تورونه هر وخت په کلکه سره رد کړي دي، او د هندوستان څخه يي د ثبوتونو او دلایلو غوښتنه کړې ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د