د نن سرلیکنه

یو هیواد دوه ولسمشران

نن ټکی اسیا سرلیکنه

بالاخره د ټاکنو له ترسره کیدو نیږدي پنځه میاشتې وروسته په ارګ کې د دوو ولسمشرانو لخوا د تحلیف مراسم ترسره شول.

ښايي په یوه هیواد کې په یوه ورځ او یوه ځای کې د ددو ولسمشرانو د تحلیف د مراسمو بیلګه له افغانستانه پرته د نړۍ په بل کوم هیواد کې نه وي لیدل شوې.

۱۹ کاله وړاندې چې امریکایانو د ملګرو ملتونو په تائید پر افغانستان یرغل کاوه یوه پلمه یې دا وه چې دلته به د قانون په پلي کولو سره بي نظمي او انارشي له منځه وړي.

خو اوس په هماغه هیواد کې د دوي د ځواکونو تر حمایت لاندې په یوه ارګ کې دوه ولسمشران په یوه وخت د ولسمشري لوړه کوي او یو د بل په مقابل کې موازي حکومتونه اعلانوي.

دا یواځې افغانستان نه ، بلکې چیرته چې د امریکایانو او د هغوی د ایتلافیانو ګام ښودل شوی هلته دغسي ناخوالې رامنځته او هغه هیوادونه یې د شته بي نظمي له مخې یا تجزیه او یاهم د تجزیي له ګواښ سره مخ کړي دي.

لیبا، عراق او سوریه یې ژوندۍ بیلګې دي.

په افغانستان کې چې د افغان ولس د مشروع مقاومت له برکته نن امریکايي ځواکونو له دې هیواده په وتو او افغانانو ته د خپل هیواد د استقلال او سیاسي زعامت ټاکلو فرصت په لاس ورغلی هغوی باید له دې فرصت نه په استفادې سره د خپل منځي تفاهم لاره غوره کړي.

ځکه ځان، ځاني، داخلي اختلافات او یو د بل په وړاندې جبهه نیول ښايي دغه فرصت هم را څخه ضایع او هیواد مو بیا د یوې بلې کورورانوونکې داخلي جګړې ښکار شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

لمړی دغو غلامانو ته د اولسمشرانو نوم اخستل د ولسمشر نوم او په مجموع کی دغه مجاهد ولس ته توهین دی ، اشغال شوی هیواد ولسمشر نه لری مستعمره هیواد کی د هغه استعماری قدرتو د ګټو او موخو د پرمخ وړولو د پاره یوه غلامه او هغه هم ویشل شوی او ناوړه اداره شتون لری ویشل شوی به دی خاطر چه د اشغالګرو د دستورو اطاعت وکړی . که تاسی ګوری ع او غ دوه ایجړا ګان یا دوه فاحشی دی د دوه لونډانو دننه ولاړی دی تاسی ورته وګوری د حال په ژبه هر څه زمکه او غرونه… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close