افغانستانسولې اړوند خبرونه

کرزی: که امریکا له زړه غوښتي وای، د سیاسي بې ثباتي مخه یې نیولای شوای

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت پخوانی مشر «حامد کرزي» په ارګ کې د عبدالله عبدالله او اشرف غني د لوړې دوه ګونو مراسمو ته غبرګون ښودلی او روانه سیاسي بې ثباتي یې د امریکا د «تفرقه اچوونکي» سیاست پایله بللې.

د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې په هیواد کې روان کړکېچن وضعیت د امریکا د سپکوونکي او تفرقه اچوونکي سیاست پایله ده او که امریکا له زړه غوښتي وای، هم یې د تحلیف د دوه ګونو مراسمو او هم د سیاسي بې ثباتي مخه نیولای شوای.

نوموړي زیاته کړې، چې له امریکايي چارواکو په ځانګړې ډول له خلیلزاد سره یې د خپلو لیدنو په مهال د سولې او ټاکنو په اړه د امریکا د دريځ د ځینو برخو په اړه له هغوی سره خپلې اندېښنې شریکه کړې او ټینګار یې ورباندې کړی، چې ټاکنې او سوله باید د افغانانو ملي وحدت ټینګ کړي او د یوه مشروع او مقتدر دولت جوړېدو ته لاره پرانیزي.

کرزي، ددې تر څنګ د افغانستان په خلګو د وحدت غږ کړی او هیله یې ښودلې، چې افغانستان به د تېر په څېر له شته بحران څخه وځي.

یاده دې وي، چې تېره ورځ اشرف غني او عبدالله عبدالله په ارګ کې په هم مهاله ډول د ولسمشرۍ لوړې وکړې او هر یوه ځان منتخب ولسمشر یاد کړ.

د اشرف غني او عبدالله تر منځ ټاکنیز کړکېچ ددې لامل شو، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د ټاکل شوې نېټې سره سم بین الافغاني مذاکرات پيل نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

ټوله د شیطان زوی همدا کرزی دی.

مجاهد

کرزی او کرمل د شاه شجاع په شان د خپلو ټیمونو په سر کی دری هغه منفوری او غلامی څیری دی چه ملی خاینان هم ورته نه ویلی کیږی ولی ؟ دا معنی چه تر ملی خیانت هم د دوی خیانت لوړ دی یعنی ملی خیانت خو به د ملی کسانو له خوا ترسره کیږی دی دری کسانو او ډلی یی افغانانان له افغانیت ، اسلامیت او انسانیت څخه بی برخی کړی بی شرف غنی هم د کرزی له ډلی څخه او تر کززی هم زیات غلام او حتی ملحد اومفعول ژیاړن حیثیت لری په افغانیت او اسلامیت یی ماته… نور لوستل »

RAZMOHAMMED KAMAWALL

د عبدالله په جنجالونو کی د خمید کرزی مستقیم لاس دی۰ غل ته وایی غلا وکړه او د کور خاوند ته د بیداری مشوره۰ نو منافق کرزی دی که امریکا۰ کرزی د ایران او روسی څخه د مالی مرستی غوښتنه کړی ده د عبدالله لپاره۰ چه د اشرف غنی په مقابل کښی جنجال ته دوام ورکړی۰ وطنوالو کرزی غواړی چه په وطن کښی داخلی جنګونه پیداشی او نور هم زمونږ ځوانان د جنګ په اور کښی وسوځی۰کرزی دوولس کاله د امریکا په مټ چور او چپاول وکړ نور څه غواړی۰ چه نیابتی جنګ تهلمن وهی۰دا ارمان به یی هم پوره… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x