ورزش

کرکټ: ايرلينډ له جالبې لوبې وروسته وروستۍ سيالي وګټله

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او ايرلينډ کرکټ لوبډلو ترمنځ دريمه شل اوريزو سيالۍ له جالبې لوبې وروسته ايرلينډ وګټله.

ايرلينډ لوبډلې د لوبې له مساوي کېدو وروسته په سوپر اور کې په وروستي توپ په شپږيزه وهلو لوبه په خپل نوم کړه.

د ايرلينډ په دې بريا سره افغان لوبډلې د اصغر افغان تر مشرۍ لاندې د شل اوريزو سياليو سيريز په ۲-۱ په خپل نوم کړ.

په لومړي وار په ياد سيريز کې عثمان غني، قيس احمد او نوين الحق ته چانس ورکړل شو چې ښه وځلېدل خو آلراونډر عظمت الله به پرته له لوبېدو راستون شي.

ايرلينډ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۸ ويکټو په سوځېدلو ۱۴۲ منډې جوړې کړې. په توپ اچونه کې د افغان لوبډلې لخوا ځوان لوبغاړو نوين الحق او قيس احمد په کمو منډو ورکولو ۳-۳ لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې افغان لوبډلې په شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۴۲ منډې بشپړې کړې خو بريا يې خپله نه کړه.

وروسته سوپر اور ترسره شو چې افغانستان د رحمان الله ګربز او راشد خان په مرسته يوازې ۶ منډې جوړې کړې، مګر د ايرلينډ لخوا کيوين اوبران په وروستي توپ پر راشد خان شپږيزه ووهله او بريا خپله کړه.

رحمان الله ګربز د سيريز غوره لوبغاړی ونومول شو، په داسې حال کې چې کيوين اوبراين په لوبه ګټونکي توپ وهنه د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شول او نوین الحق د لوبې ډولي لوبغاړی وټاکل شو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close