
د پاکستان دولتي راډيو: علي وزير او محسن دوړ د افغانستان له لارې د هند اجنډا پر مخ بیايي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۸ل): د پاکستان دولتي راډيو ادعا کړې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او د ملي اسامبلۍ غړي علي وزير او محسن دوړ د افغانستان له لارې د هند اجنډا پر مخ بيايي.
د دولتي راډيو له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، د وزيرستان د خلکو دواړه پارلماني استازي د بهرنيانو په مرسته د پاکستان پر خلاف فعاليتونه کوي.
د راډيو ټلويزون په راپور کې په دې هم نيوکه شوې وه، چې کابل ته د علي وزير او محسن دوړ په رسېدو ولې د افغان دولتي عسکرو له لوري د هغوی تود هرکلی شوی دی.
د رپوټ له خپرېدو وروسته د دولتي راډيو له ويب پاڼې دا راپور بېرته لرې شو او همدارنګه له ټويټر اکاونټ څخه يې هم ټويټ لرې شوی دی.
تېره ورځ د کابل حکومت د مشر اشرف غني د لوړې مراسمو ته د نورو بهرنيو مېلمنو سربېره ۲۳ پښتانه سياستوال راغوښتل شوي وو، چې ۲۱ يې په يوه ځای کابل ته راغلل، خو پاکستاني ځواکونو د يکشنبې په ورځ علي وزير او محسن دوړ ته اجازه ورنه کړه او بيا د دوشنبې په ورځ د لومړي وزير عمران خان په ځانګړې اجازه د تورخم له لارې کابل ته راغلل او د اشرف غني د لوړې په مراسمو کې يې ګډون وکړ.
د دولتي راډيو ټلويزون سربېره د پاکستان د مواصلاتو وزير مراد سعيد او يو شمېر نورو رسنيو هم په کابل کې د علي وزير او محسن دوړ په تود هرکلي نيوکې کړي دي.
پاکستاني رسنيو د دې تورونو لپاره کوم اسناد نه دي وړاندې کړي.
د هند اجنډا به بهتره وی د انګیزانو له اجنډانه. مقصد چی څنګه دوی بدنامه کړی د پنجابیانو نور هدف څه دی؟
No doubt. It looks like these 2 guys (Indian agents) are gays. You see they are wearing gay colours
که هند خپله اجنداپر دغسي خلکو مُخته وړي ياره دا خو به ديره خامه اجندا وي او هيڅ دتشويش وړندي.