افغانستان

عبدالله عبدالله د کابینې په جوړولو کار پیل کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۸ل): د سپېدار د ولسمشر «عبدالله عبدالله» دویم مرستیال «اسدالله سعادتي» وایي، عبدالله عبدالله د کابینې په جوړښت کار روان کړی.

اسدالله سعادتي له طلوع نیوز سره د خپلو خبرو په مهال ویلي، چې د کابینې تشکیلول یو ستر کار دی او ډېر فکر غواړي، څو له ورکړل شوي شعار سره سم یوه همه شموله کابینه تشکیل شي.

نوموړي ددې تر څنګ د اشرف غني له ټیم سره خبرو ته تیاری ښودلی او په خبره یې  « په سیاست کې هیڅوک خبرې نه ردوي، موږ د بحران د حل په موخه ورته تیار یو، خو یوه ستونزه داده، چې اوس حالت نورمال نه دی او اوسنۍ خبرې د تحلیف تر مراسمو وړاندې خبرو سره ډېر توپير لري.»

خو د اشرف غني مرستیال ویاند «لطیف محمودي» بیا بېل نظر لري، د نوموړي په خبره، د نظام چتر پراخ دی، هيڅوک له تجرید سره نه مخامخ کېږي او ټول باید د اسلامي جمهوري افغانستان  تر چتر لاندې کار وکړي.

یاده دې وي، چې تېره ورځ اشرف غني او عبدالله عبدالله په ارګ کې په هم مهاله ډول د ولسمشرۍ لوړې وکړې او هر یوه ځان منتخب ولسمشر یاد کړ.7

ویل کېږي، عبدالله عبدالله د صدارت ماڼۍ کې شته دفترونه خپلو مرستیالانو ته ورکړي او د ارګ په لاره کې يې امنیتي ځواکونه ځای په ځای کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x