لیکنېنظــر

د سولې توافقليک څوک ماتوي؟؟

خيرالله شينواری

وروسته له هغې چې د تيرې فبروري مياشتې په ۲۹مه نېټه د طالبانو او امريکا ترمېنځ د سولې تړون لاسليک شو، په ملي او نړيواله کچه ددې تړون ستاينه وشوه او خلکو افغانستان ته د سولې راوستو په لار کې دا تړون يو مثبت ګام وګاڼه، پدې تړون کې په څلورو اساسي مسائلو توافق شوی چې په لاندې ډول دي.

الف: ټول امريکايي او ائتلافي ځواکونه، د بهرنيانو ټول غير ديپلوماتيک پرسونل، امنيتي قرارداديان، روزونکي او مشاورين به په ۱۴ مياشتو کې له افغانستانه وځي، او ددې تړون د لاسليک له نېټې څخه تر ۱۳۵ ورځو پورې به امريکايي ځواکونه له پنځو اډو څخه وتل پيلوي او د خپلو پوځيانو شمېر به ۸۶۰۰ ته راټيټوي او پوره انخلا به په متباقي ۹ نيمو مياشتو کې تر سره کوي. دلته تړون وايي چې امريکايان ژمن دي تر څو د اعتماد جوړونې په موخه د بين الافغاني مذاکراتو له پيل وړاندې چې نېټه يې لسم د مارچ ښودل شوې د پنځه زره طالب او ۱۰۰۰ تنه د مقابل جهت د بنديانو د د خلاصون لپاره اقدامات وکړي.

ب: ددې ژمنې په بدل کې طالبان ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د امريکا او متحدينو په ضد نه کارول کيږي چې ددې ژمنې د پوره کولو پخاطر په تړون کې په يو لړ اقداماتو هوکړه هم شوې، لکه بهرنيو ترورستانو ته په افغانستان کې د اوسېدو اجازه نه ورکول، د ويزې، پاسپورت او سفري امکاناتو نه برابرول و غيره شامل دي.

ج: د بين الافغاني مذاکراتو پيل چې د مارچ په لسمه به د توافقليک په اساس پيلېږي.

د: په بين الافغاني مذاکراتو کې هر اړخيز او دائمي اوربند د اجنډا موضوع ګرځول او د داسې يوه اوربند په نېټه او څرنګوالي بحث کول.

دا هغه څلور عمومي مسایل دي چې تړون يې پخپله محتوا کې رانغاړي، اوس راځو خپل اصلي بحث ته چې څوک ددې تړون د ماتولو کوښښ کوي؟؟

يواځينی جهت چې د امريکا او طالبانو د مستقيمو خبرو او توافق مخالف وه هغه افغان حکومت وه چې له لومړۍ ورځې يې خپل مخالفت ښوده او له مختلفو لارو يې ددې خبرو د سبوتاژ هڅه کوله، له امريکا سره مستقيم مذاکرات يې بې پايلې ګڼل او ځان يې د جګړې د اصلي لوري په توګه معرفي کاوه، کله چې تړون لاسليک شو په همغه مازديګر امرالله صالح چې ځان يې وار له مخه د جمهوري رياست مرستيال ګاڼه د خپل عادت سره سم د طالبانو ضد څرګندونې وکړې، طالبان يې يوه کوچنۍ کتله ياده کړه چې دده په وينا په ټولنه کې به ذوب شي، ده طالبان د حکومت کولو قابل و نه ګڼل او ويې ويل چې هېڅکله له طالبانو سره په فردي توګه نشي جوړېدای ځکه په وينا يې دی د ډيموکراسۍ ارزښتونو ته او طالبان د کويټې شورا ته مبارزه کوي.

په سبا باندې چې د تړون د لاسليک لا ۲۴ ساعته هم نه وه پوره شوي چې اشرف غني رسنيو ته راڅرګند شو او د سولې په روانه پروسه يې د خپل غم او غصې اظهار وکړ، د بنديانو په خلاصون يې سختې نيوکې وکړې او دا يې د امريکا نه بلکې د ځان صلاحيت وګاڼه، دا د هغه تړون له يوه جز سره چې په اشرف غني پورې يې هيڅ تړاو نه درلود ښکاره مخالفت ښودل وه، تړاو نه لرل پدې معنی چې که چېرې اشرف غني پدې تعداد کې د طالب بنديانو له خلاصون سره مخالف وه نو ده خو ټول کال ويل چې د طالبانو او امريکا ترمېنځ د سولې د خبرو له جزياتو پوره باخبره دی او په اواخيرو کې خو يې ويل چې خليلزاد د تړون متن هم ورښودلی نو ولې يې هغه وخت خپل مخالفت خليلزاد ته نه څرګنداوه چې وروسته له لاسليکه يې چيغې ووتې، دويمه مسله دا چې که چيرته بنديان دده په واک او صلاحيت کې ول نو انس حقاني باندې خو محکمې د اعدام پرېکړه کړېوه او دده حکومت د حقاني خوشې کول خپله سره کرښه ګڼله، نو دلته بيا لومړی سوال دا چې اشرف غني له کوم طالب هيئت يا مشر سره مذاکره وکړه چې انس حقاني خوشې کړي؟؟ او په کوم شرط؟؟ دويم سوال دا چې ايا دی واقعاً هم په جريان کې وه چې انس حقاني به امريکايان د بهرنيانو په بدل کې تبادله کړي او که يواځې د اعلان تيرولو موقع ورکړل شوه؟؟ لدې واضح څرګندېږي چې د بنديانو مسله دده له واک او صلاحيت پورته مسله وه او ده، که چيرته دده په واک کې وای خليلزاد ته به يې همغه وخت وييلي وه چې د بنديانو مسله بايد ستاسو او طالبانو په توافقليک کې نه وي ځکه دا په مونږ پورې تړاو لري، مونږ پوه شه او طالبان چې دا په بين الافغاني مذاکراتو کې څنګه حلوو.

نو فلهذا وييلای شو چې تر هر چا وړاندې د توافقليک برخلاف حکومتي استازو خپلې هڅې پيل کړې، اشرف غني لس ورځې وروسته د بين الافغاني مذاکراتو پيل ناشونی وښود او همدا رنګه يې د مذاکرې لپاره د تخصصي ټيم نه شتون، هيئت ته د پرېکړو صلاحيت نه ورکول، د نهايي تصميم لپاره پارلمان، لويې جرګې راغوښتل او بيا له هغې وروسته د ريفرنډم تر سره کول ياد کړل چې ټول د وخت او زمان د ضايع بهانې ګڼل کېدای شي او مذاکراتو ته په وخت له ننوتو انکار ښودل کېدای شي، به بله ورځ يې جلال اباد ښار ته د سفر پر مهال ډيرې غير ضروري څرګندونې وکړې لکه په طالبانو غږ چې کله له پاکستانه راوځئ او بيا يې په سيلاب قول اردو کې عسکرو ته وويل چې دوه کاله يو ښوونځی او سړک نه جوړوم ستاسو مصارف درکوم، معنی دا چې که امريکا د جګړې تمويل ونکړي هم نو زه تر دوه کاله تاسو جنګولای شم، دغه رنګ حمدالله محب ملي تلوېزون سره پخپله مرکه کې د جګړييزو ادبياتو په کارولو د حکومت نيت وښوده چې څه رنګه سوله يې مقصد دی.

داسې څرګندونو په طالب اړخ ناوړه اغيز وشينده او د جګړې له لارې د فشار واردولو په هڅه کې شو، متعددې حملې يې په مختلفو سيمو کې په حکومتي ځواکونو تر سره کړې، زما له آنده دا يو ناسنجول شوی اقدام وه، ځکه چې طالبان تر هر چا ډير ښه پوهېږي چې دلته څوک د سولې تر ټولو زيات مخالف دي، څوک نغواړي چې د سولې تړون بريالی شي او بلاخره څوک غواړي چې د بې اعتمادۍ فضا رامېنځته شي، نو بايد چې له زغمه يې کار اخيستی وای او د سولې لپاره د مناسب چاپيريال برابرولو لړۍ ته يې کم تر کمه د بين الافغاني مذاکراتو د پيل تر نېټې چې لسم د مارچ ده ادامه ورکړې وای، ځکه حکومت ته خو هسې هم د چا سترګې نه ور اوړي چې افغانستان به لدې روان بحرانه وباسي مګر طالبانو ته د خلکو سترګې ور اوړي، پدوی حساب کېږي چې افغانستان به د جګړې له اوره نور خلاص کړي، ځکه چې دوی بلاخره امريکا قانع کړه چې په افغانستان يې تېری بېځايه وه او بايد د پای ټکی ورته کښېږدي، پرېښې وای چې امريکايان د بنديانو په اړه پخپله ژمنه کې پاتې راغلي وای، او حکومت پخپل وخت بين الافغاني مذاکراتو ته نه وای حاضر شوی، له هغې وروسته به دا ملامتي مکمله په دې طرف ور اوښتې وای او که طالبانو بيرته جګړې ته هم مخه کوله نو ډيره د ملامتيا ګوته به نه ورته نيول کيدای ځکه چې هغه وخت به دا طرف له خپل ژمنو په شا شوی ښکارېده او معنی دا چې د جګړې له لارې خپلو موخو ته رسيدل غواړي نو طالبانو به يې هم بيا هغه وخت ځواب ورکړی وای.

اوس دلته معلومه نده چې په ۱۴ مياشتو کې به د امريکايي او بهرنيو پوځيانو ماموريت څنګه وي؟ دا څرګنده ده چې طالبان او امريکايان به په يو بل غرض نلري ځکه چې امريکايان وځي، هيڅ محاربوي عمليات نه طرحه کوي نو په بدل کې به يې طالبان هم د وتو مصؤنه لار ورکوي، مګر تر څنګ يې ويل کيږي چې که طالبان په امنيتي عسکرو حملې کوي امريکايان يې ددفاع حق لري، هغه هم داسې چې په طالبانو پسې به ورځي نه بلکې د مخته تګ مخنيوی به يې کوي، همدا ده چې څو شپې وړاندې د هلمند په نهر سراج کې په طالبانو هوايي بريد وشو، طالبانو تر اوسه د خپلو جګړو کوم تائيد يا رد ندی کړی ولې تر څنګ يې دغې هوايي حملې ته غبرګون وښود او دا يې د توافقليک نه سرغړونه وبلله، معنی اوس دواړو لورو ته خپل وضعيت ښه معلومېږي چې چا څه کړي او څه ورسره شوي.

د مارچ تر لسمې چې نن وه د توافقليک په اساس بايد د طالبانو پنځه زره بنديان خوشې شوي او بين الافغاني مذاکراتو ته د کابل له لوري هيئت ټاکل شوی او مذاکرات پيل شوي وای، خو حکومت په پخپلمنځي مسائلو او د واک پر سر شخړو کې ښکېل دی، دلته يوه مهمه مسله دا ده چې که د حکومت په رأس کې غبرګ چارواکي له زړه سولې ته ژمن وای او سوله يې په ريښتيا هم غوښتلای نو ايا دوی لومړی داسې ريشخندي او مسخره ټاکنو ته تلل چې د ډيموکراسۍ په تاريخ کې نه وه ترسره شوي؟ او بيا له هغې وروسته به داسې شرمېدلي تحليف ته دواړه اماده کېدل چې د جمهوريت په تاريخ کې ندی ترسره شوی؟؟

دوی که ريښتيا هم سوله غوښتلای د حکومت تأسيس ته به داسې وارخطا وای لکه دا کومه مسخره يې
چې په ځان پرون وکړه او افغانستان يې دنيا ته په شرمونو وشرماوه، دې ناوړه حرکت ددوی ارادې په اثبات ورسولې چې دوی څه رقم سوله غواړي، دوی که ريښتيا هم سولې ته له زړه ژمن وای نو د حکومت جوړول به يې طالبانو سره د خبرو تر پايلې منتظر کړيوای چې طالبانو سره يو توافق شوی وای او هغوی هم د نوي نظام او حکومت په تأسيس کې برخه او رول لرلای، ولې متأسفانه دوی پخپل ځان کې ورک ول او د هيواد د عُليا ګټو او د خلکو د ستونزو او مسائلو هيڅ غم ورسره نه وه.

ددې لپاره چې ليکنه ډيره اوږده نشي رابشو خپلې غوښتنې ته چې د جګړې د متأثرينو په توګه يې له دواړو خواوو لرو، او هغه دا ده چې يو طلايي فرصت په لاس کې لرو چې پدې هيواد کې څلوېښت کلن بحران نور پایته ورسېږي، طرفين دې کوښښ وکړي چې لداسې يو هنر نه کار واخلي چې فاصلې ايجاد نه بلکې را لنډې کړي، د توافقنامې په بندونو عمل وشي او بين الافغاني مذاکرات زر تر زره پيل شي، بين الافغاني مذاکراتو کې تر هر څه وړاندې د افغانستان د خلکو قربانيو ته وکتل شي چې څومره دردېدلي دي پدې څلور لسيزو کې او بيا هغې ته په کتو د افغانستان د خلکو د غوښتنو سره سم د ارزښتونو په رڼا کې يوه داسې توافق ته سره ورسېږي چې د افغانستان دائمي خپلواکي او دائمي ثبات، اسلامي نظام او د ټولنيز عدالت تضمين او زمونږ د خلکو قربانيو ته درناوی پکښې شوی وي.

وَمَا عَلَينَا اِلَّا الٌبَلَاغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x