نظــر

د طالبانو اسلامي امارت، که د افغانستان اسلامي امارت

محمد فايز
په داسې حال کې چې د جمهوريت مدعيان ورځ په ورځ سره ښکر په ښکر کيږي .

په مقابل کې د طالبانو اسلامي امارت پرله پسې لاسته راوړنې لري.

د داعش له ځپلو او امريکايي لوري سره تر هوکړه ليک وروسته د افغانستان د شورای علماء اهل حديث بيعت ډېر څه له ځان سره لرلی شي.

دا چې د طالبانو اسلامي امارت اوس د افغانستان په سطح د مسلمانانو تر منځ پر اتفاق باوري شوی.
چې دا کار د دوی هيواد جوړونې ته ژمنتيا ښيي.

د طالبانو اسلامي امارت چې اکثريت يي ديوبندي مسلک ته منسوب خلک دي او د اهل حديثو منل دا د نورو
افغاني غاړو لپاره ښه پيغام کيدای شي.

او هغه دا چې د خپلو فقهي او په ځينو مواردو کې عقيدوي مخالفينو سره چې جوړیدای شي نو د خپلو سياسي مخالفينو سره جوړيدل ورته اسانه دي.

د طالبانو دا اقدام دا څرګندوي چې دوی لکه نور اسلامي ډلې انحصار طلبه نه دې بلکې په رښتيا د يوه هيواد په جوړولو لګيا دي او هيواد جوړونه په يوازې توګه نه شي کيدای.

او امارت اوس يوازې د يوه مسلک ټولی نه دی بلکې د ټولو هغه اسلامي مسلکونو ګډ کور دی چې د اسلامي نظام لپاره هلې ځلې کوي ،

که څه هم د امارت د مشرتابه لپاره ډېر څه په کار دي چې په دې هکله يي وکړي خو داسې کړنې ورو ورو د طالب اسلامي امارت په ريښتيني توګه د افغانستان په اسلامي امارت بدلولی شي.

د جمهوريت پلويان دې نه خفه کيږي د ستاينې لپاره يي څه نه لرم….

دوی په اتلسو کلونو کې ډېر څه کولی شوی.

خو ويي نه کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x