نظــر

د منځني ختیځ مسئله او د امریکایي کړنو تر شا د صهیونیت عزائم

عزام مهاجر

د موضوع له پیلولو مخکې مناسبه ده چې لږ د صهیونیت په اړه هم وپېژنو.

د صهیونیت تاریخ دومره زوړ دی څومره چې د یهودو خپل تاریخ لرغونی دی. د مصر مشهور سکالر داؤد عبدالغفور سقراط په خپل کتاب«الیهودي في وطن العربي» کې پر صهیونیت او د هغه پر منصوبو باندې په خورا وضاحت سره بحث کړی دی. د کتاب په لومړي باب کې د صهیونیت اړوند لیکي چې دا په حقیقت کې یو سیاسي تحریک دی چې پکې مذهب د سیاسي اهدافو لپاره استعمالیږي. همدالامل دی چې د صهیونیت وجه تسمیه صیهون غره ته منسوبه ده. دا له هغو غرونو څخه یو دی پر کومو چې د مقبوضه بیت المقدس ښار شتون لري. یهودو د صهیونیت نوم ځکه اخذ کړی دی تر څو د ټولې نړۍ یهودو ته دا پیغام او الهام ورکړي چې دوی به د دې ښار«القدس» لور ته راستنیږي. چیري چې د نورو غرونوتر څنګ صیهون غر هم شتون لري او همدا ښار به د یهودي دولت پلازمینه ګرځول کیږي.

نوموړي دا خبره ډېره پخوا لیکلې خو د اوسنیو تحولاتو په رڼا کې موږ لیدلی شو چې ټرمپ القدس د اسرائیل پلازمینه اعلان کړه او په نړۍ کې یې د مسلمانانو غبرګونونه راوپارول. صرف انتظار د دې خبرې دی چې کله به پرې عمل وشي او عملا به د صهیونیت هغه مقصد تر سره شي د کوم لپاره چې له لسیزو راهیسي پلانونه جوړیږي.

نړیوال صهیونیت د خپل قیام اصل په تاریخي توګه تر ۷۰ م پوري وړي او دا پر مقبوضه فلسطین باندې د رومي اقتدار دور و. هغه مهال صهیونیت د ځان لپاره پنځه اهداف وضع کړل چې یو له هغو څخه د فلسطین بیا حصول او ترلاسه کول و. د رومیانو د اقتدار په دوره کې یهود په ناوړه توګه سره پاشلي او منتشر وو، ځکه یې له هماغه وخت څخه لا د مقبوضه فلسطین د ترلاسه کولو لپاره شپه او ورځ یوه کړل او آخر هم له ۱۹ عیسوي پېړۍ وروسته عملا بیرته فلسطین ته راغلل. د یورپي اقتصادي بهار او عثماني عهد په آخر کې، کله چې دوه نړیوال جنګونه هم وشول، یهودو په قانوني او غیر قانوني ډول د نړۍ پر وسائلو د خپلې قبضې کولو لپاره منصوبې او پلانونه شروع کړل.

د یهودي هڅو او کوششونو په دې دور کې ډېر یهودي شخصیات پر عام منظر راغلل چاچې په عملي ډول یهود د مقبوضه فلسطین لورته راګرځېدلو ته مائل کړل. له هغو څخه د «شبتائي» په نامه یو تحریک د عثماني خلافت په دور کې منظم کړل شو او له هغه وروسته بل تحریک د «ضدلون» په نامه په جرمني کې منځته راوړل شو. په پولینډ او روس کې د «کالیشیر» په نامه تنظیم جوړ شوچې ستر هدف یې په منظم ډول یهود خپل پلارني هیواد فلسطین ته رانقلولو وو او هغوی ته به یې هر ډول سرمایه او ممکن کومک ورکاوو. همدا تنظیمونه وو چاچې په فلسطین کې د لومړۍ یهودي ابادۍ او کلیو بنسټ کېښود.

د لومړي نړیوال جنګ پر مهال ځیني نور صهیوني تنظیمونه رامنځته شول چې یو له هغو څخه د Zion Lovers Rusia په نامه رامنځته شو. د دې تنظیم یو غړی حاهیم وائزمین و او هدف یې دا و چې صهیونیت په نړیوال تنظیم بدل کړي. له هغه وروسته صهیوني تنظیم د شتمنو یهودو لاس ته ولوېد او په مقبوضه فلسطین کې یې د یهودو پر ابادولو بې شمېره لګښتونه وکړل.

خو له دې مخکې د تیوډور هرتزل په نامه یو اسټریوي ژورنالیست راپورته شو او د هغه د رایي مطابق د یهودي مشکلاتو حل په لوړه کچه سفارتي هڅو او نړیوالو طاقتونو په لاس کې اخیستلو کې و. د صهیونیت نورو غړو هرتزل ته د بني اسرائیلو د انبیاؤ درجه ورکړې وه او زیات اثر ورسوخ یې په یهودو کې درلود. له صهیوني کنفرانس وروسته د صهیونیت غړي پر دوو ډلو تقسیم شول، ځیني یې د هرتزل د نظریې مطابق د نړیوالو حاکمانو او اثر و رسوخ درلودونکو شخصیاتو لور ته مائل شول او ځیني بیا د وائز مېن په مشري کې د یهودو د بډایانو لورته مائل شول تر څو د هغوی په شتمنیو د مقبوضه فلسطین ځمکي رانیسي او یهود هلته اباد کړي. د هرتزل په نزد د صهیونیت ستر هدف یهود مقبوضه فلسطین ته انتقالول او هلته ابادول و، په همدې سلسله کې د بازل په نامه کنفرانس جوړ شو او لاندې اهداف پکې وټاکل شول:

• په فلسطین کې د یهودي استعماریت نفاذ

• دا غیر قانوني قبضه پر نړیوال کچه په خلګو او قوتونو منل

• په ټوله نړۍ کې منتشر یهود د مشترکه اهدافو لپاره په یوه مرکزي نقطه کې جمع کول.

دا رنګه صهیونیت د یو سیاسي تحریک په شکل کې راڅرګند شواو هرتزل یې مشر ومنل شو. د هرتزل ایجنټانو تر سلطان عبدالحمید، جرمني قیصر، روس زار او فرانسوي حکامو پوري لاس رسی درلود. دا رنګه برطانوي شاهي خاندان او امریکایي صدر روز ویلټ د صهیونیت پر نړیوال شطرنج باندې د مهرې په توګه استعمالېدل. هرتزل خپلي هلي ځلي جارې ساتلې تر داسې چې په ناوړه توګه ومړ او وروسته یې ځای ګولډامائیر او نورو ونیو. په دې حالت کې لومړی نړیوال جنګ رامنځته شواو نړۍ یې د نړیوال صهیونیت، نسل پرستۍ او عصبیت اور ته ور ټېل وهل. د نولسمي پېړۍ پر مهال صهیونیت د نړۍ د هر ستر طاقت سره خپلې اړیکې جوړي کړې او دغه اړیکې یې د عربو او نورو قومونو تر منځ د فاصلې په توګه وکارولې. یهودو په دې لړۍ کې تر ټولو مخکي پر یورپ خپله ولکه ټینګول پیل کړل او د یوه هیواد پاچا که به یې په لاس کې اخیستی نو مطلب به یې دا و چې د هغه هیواد ټول عوام یې په لاس کې شول. تر ټولو ستر مثال یې امریکایي صدر ولسن دی چې د نوموړي په دوره کې یهودو پر سپینه ماڼۍ خپله نظرونه خښ کړل. له هغه وروسته د روزویلټ دور و چاچې یهود د انټیلي جنس په ادارو کې ټاکل پیل کړل او د همدې روزویلټ په زمانه کې داؤدي ستوري ته(د یهودو مذهبي نښه) د ډاکخانو پر ټیکټانو، د بحریه پر مهرونو او د یوه ډالر پر نوټ باندې د ثبت کولو اجازه ورکول شوه.

په منځني ختیځ کې د امریکا د کشمکش اصل مقصد هغو صهیوني ارادو او اهدافو ته عملي بڼه ورکول دي کوم چې د نولسمې پېړۍ په لسیزو کې په عملي ډول پیل شول. له همدې اهدافو څخه یو د منځني ختیځ د تیلو پر ذخیرو باندې قبضه کول او اسرائیل او د هغه هم پلوه خلګو ته یې په اساني سره ترسیل کول دي. د همدې اهدافو د حصول لپاره امریکا په دې بانه پر عراق حمله وکړه چې هلته په کیمیاوي او خطرناکو سلاوو پسي ګرځي او عراق یې د غربي نړۍ لپاره یو خطر وباله. په ۱۹۹۸ م کال کې په عراق کې د دغو سلاوو د لټون مشر سکاټ ریئر و. د نوموړي سره د کویټ د اونیزي رسالې نمائنده عارف المشهداني مرکه کړې او پوښتنه یې ترې وکړه چې آیا ریشتیا هم عراق د امریکا لپاره خطر دی؟ نوموړي ځواب ورکړ:

«عراق کله هم د امریکا لپاره خطر نه دی ثابت شوی، خو امریکا دغه ټول څه د خپلو اهدافو د حصول لپاره کوي.» هغه اهداف صهیوني عزائم دي چې په عملي توګه پرې په نولسمه پېړۍ کې کار پیل شو ترڅو یې په ترڅ کې عراق بانه وګرځول شي او په دې توګه د منځني ختیځ د تیلو پر ذخیرو باندې په بشپړ ډول قبضه وکړي او په دې کار کې امریکایان بریالي هم شول.

امریکا ځکه د یهودو له منګولو څخه نشي خلاصېدای چې د امریکا په حکومتي ادارو کې یهودو ژوري ریښې کړي دي. یا خو امریکا په دانسته او یا نادانسته توګه د خپلو اهدافو لپاره استعمالوي. دا چې څنګه یې استعمالوي، پر دې به بله لیکنه کې ان شاءالله بحث وکړو. خو دا چې یهودو هلته څنګه لاس رسی وموند؟ پر دې پوهېدل اړین دي چې کله چې د امریکا د صدر په توګه لومړی یهودي «ټرومین» منتخب شو، نو د هغه د راتګ سره سم په امریکایي حکومتي ادارو کې د یهودي افسرانو شمیر ۳۸ سلنه شو. په امریکه کې د یهودو ټوله ابادي صرف ۴ سلنه وه خو په ټوله امریکه کې ۷۰ سلنه وکیلان، ۶۹ سلنه ډاکټران او ۷۷ سلنه لوی تجاران او بډایان یهود وو. دا رنګه یهودو په امریکایي نصاراوو کې ریښې وکړې او پر هغوی یې خپل اثر و رسوخ قائم کړ.

په همدې منځني ختیځ کې د اسرائیلي مملکت د قیام او د هغه د تیلو پر ذخیرو باندې د قبضې په پار صهیوني تنظیم امریکا استعمالوي. په قاهره کې د الموسوعة الیهودیه نومي ادارې مشر او د قاهرې د عین الشمس پوهنتون د انګریزي د ادب استاذ ډاکټر عبدالوهاب المسیري، څوک چې په عربي نړۍ کې د صهیونیت د تاریخ او د هغه د کړنو او حرکتونو په اړه حجت منل کیږي، لیکي چې د صهیوني یهودي تنظیم لوړ پوړو مشرانو د «بلډر برج»( د نړیوال صهیوني تنظیم مرکز چې مرکزي دفتر یې په نیویارک کې دی) له مرکز څخه سپینه ماڼۍ/وایټ هاوس په سخت ازمویښت کې اخیستی دی. د صهیونیت په جال کې بنده امریکایي انتظامیه اوس له دې پرته هیڅ چاره نه لري چې د هغو لارښوونو مطابق عمل وکړي کومې چې د صهیوني مافیاوو له لوري ورکول کیږي. د همدې لارښوونو له جملې څخه پر عراق باندې د سلاوو په بانه د امریکا حمله وه چې هلته یې د یوې لویي حملې په ترڅ کې صدام حسین چې د اسرائیل د له منځه وړلو اراده یې درلودل، له اقتدار څخه محروم کړ او پر عراق باندې د امریکا له قبضې وروسته اسرائیل ته د عراقي تیلو د لیږد لړۍ فعاله شوه.

د صهیونیت په منګولو کې ګیر امریکا هیڅ چاره نه لري. یهودي صهیوني تنظیم خپل مافیاګان په سپینه ماڼۍ او پینټاګون کې ټاکلي او دعراق د حملې تر شا یې په عملي توګه منځنی ختیځ په خپله قبضه کې واخیست. په سعودي عرب، عراق، قطر، بحرین او نورو ختیځی هیوادونو کې د امریکا بې انتهاء ستري فوځي اډې د همدې شاهدي دي. د دې کار په کېدلو سره له یوه لوري اسلامي تحریکونو ته له منځني ختیځ څخه ورکول کېدونکې شتمني وګرځول شول او له بل لوري یې د دې منطقې ثروت په خپله قبضه کې واخیست او اسرائیل او د هغه هم غږي هیوادونه او خلګ پرې نازول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x