افغانستانسولې اړوند خبرونه

د طالب بندیانو د خلاصون په اړه د اشرف غني فرمان

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۸ل): اشرف غني د یوه فرمان په صادرولو سره د طالب بندیانو د خوشي کولو پروسې څخه پرده پورته کړې او ویلي یې دي چې د هغوی د خلاصون لړۍ به د کب د ۲۴مې نیټې څخه پيل سي.

د فرمان د لومړۍ مادې سره سم هغه طالب بندیان چې د زندان څخه به خوشي کیږي، په لیکلي ډول به تعهد کوي چې د جګړې صفونو ته به بیا نه ور وګرځي او هر یو به بایومیټرک کیږي.

په دوهمه ماده کې راغلي چې د ۱۵۰۰ بندیانو خوشي کېدل به د ښه نیت ښودلو په خاطر د ۲۴ کب څخه د بګرام محبس څخه پيل شي او هره ورځ به د طالبانو ۱۰۰ تنه بندیان خوشي کیږي، د خوشي کیدونکو طالبانو اولویت به د هغوی د عمر، صحي وضعیت او پاته قید پر اساس وي.

په دریمه ماده کې راغلي چې کله د طالبانو او حکومت تر منځ مخامخ مذاکرات پيل شي، بیا به هره دوهمه اونۍ پنځه سوه بندیان خوشي کیږي، چې د هغوی شمیر تر ۳۵۰۰ پوری رسیږي، خو دا شرط به وي چې د جګړې شدت به په واضحه توګه کمیږي.

څلورمه ماده کې ویل شوي چې د بندیانو د خوشي کولو دا لړۍ به د ملي امنیت شورا دفتر تر سرپرستۍ لاندي تر سره کیږي او ټولې اړوندې ادارې به ورسره همکاري کوي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ په شوي توافقنامه کې ویل شوي چې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان به تر لسم د مارچ (شل کب) پوري خوشي کیږي او پر لسم د مارچ به بین الافغاني مذاکرات پيلیږي او بیا به په ۳ میاشتو کې دننه د طالبانو ټول بندیان خوشي کیږي. او طالبان به د حکومت نیول شوي ۱۰۰۰ تنه عسکر خوشي کوي.

طالبانو په دې وروستیو کې په مکرر ډول اصرار کړی چې بین الافغاني مذاکراتو ته به تر هغو داخل نشي تر څو چې ددوی پنځه زره بندیان د دوی د لیست پر اساس خوشي شوي نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

که د طالیبانو او افغانی دولت له خوا خبری یوی موافقی ته سره ونه رسیږی فرض مثال داسی څه په خبرو کی غواړی چه په لس کاله جنګ یی خاصل نه کړل۰ او بندیان مو ازاد کړی هم وی ایا جنګ به شدت کوی۰که طالیبان په خکومت کی ګډ شی د پاکستان د ګټو لپاره هو به کار نه کوی د پاکستان د استخباراتو سره هو به همکاری نه کوی۰مثال کله چه په شرقی او جنوبی ولایتونو کی د کالدارو د استعمال د مخ نیوی لپاره مبارزه شروع شوه۰ نو خکمتیار وویل چه افغانی نوتونه جعلی دی او باکستانی کالداری… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x