افغانستانسولې اړوند خبرونه

امریکا: طالبان او افغان دولت دي د بندیانو په اړه خبرو ته کښيني

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي چې طالبان او افغان حکومت دي په قطر کې سره کښيني او د بندیانو د خلاصون پر جزئیاتو دي سره وغږیږي.

نوموړي ویلي:

ولسمشر غني نن ماښام یو فرمان خپور کړ چې تر ۵۰۰۰ طالب بندیان، د طالبانو لخوا د ورکړل شوي نوملړ په اساس، د شنبې له ورځې له بنده خوشې شي. طالبانو لا له وړاندې د افغان دولت لوري تر ۱۰۰۰ بندیانو آزادول منلي.‌

او زیاتوي:

زه له دواړو غاړو هیله کوم چې سملاسي په دوحه، قطر کې خبرو ته کښیني او جزئیات وپتېي. افغان دولت لدې کار سره توافق کړی. له پلي کیدلو سره به دا د سولې په بهیر کې یو ستر ګام وي.

د خلیلزاد تر مخه د ارګ ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر د اشرف غني د هغه فرمان څلور مادې نشر کړي چې لمخې به یې طالبان بندیان د ۲۴ کب څخه د بګرام زندان څخه خوشي کیږي.

د فرمان سره سم د طالبانو د بندیانو پيل به د ۱۵۰۰ بندیانو څخه کیږي، هره ورځ به ۱۰۰ بندیان خوشي کیږي او بیا چې بین الافغاني مذاکرات پيل شي، پاته ۳۵۰۰ بندیان به هره دوهمه اونۍ د ۵۰۰ کسانو په شمیر خوشي کیږي. د بندیانو د خوشي کولو تر مخه به د هغوی بایومیټرک لازمي وي او د هغوی به لیکلی تعهد کوي چې د جګړې ډګر ته به نه ور ګرځي او د مذاکراتو پر مهال به د جګړې په شدت کې هم کمښت راځي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ په شوي توافقنامه کې ویل شوي چې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان به تر لسم د مارچ (شل کب) پوري خوشي کیږي او پر لسم د مارچ به بین الافغاني مذاکرات پيلیږي او بیا به په ۳ میاشتو کې دننه د طالبانو ټول بندیان خوشي کیږي. او طالبان به د حکومت نیول شوي ۱۰۰۰ تنه عسکر خوشي کوي.

طالبانو په دې وروستیو کې په مکرر ډول اصرار کړی چې بین الافغاني مذاکراتو ته به تر هغو داخل نشي تر څو چې ددوی پنځه زره بندیان د دوی د لیست پر اساس خوشي شوي نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احسان محمود

خلیل زاد معاصر ابن سبا دی، د مجاهدینو په منځ کې د اختلافاتو لامل هم دغه ابن سبا و، او اوس د افغانانو په منځ کې هم دا ټولي ناولي کارونه د ده دفکر زېژنده ده. ویاړلي افغانان يي ټولي نړۍ ته وشرمول، په یوه ورځ په یو ساعت کې دوه ځایه د لوړي مراسم به په تاریخ کې د اول ځل لپاره د امریکا تر سرپرستي لاندي د دغو غلامانو کارنامه وي. د دوحې په توافق نامه کې د 5000 طالب بندیانو ازادي تر لسم د مارچ پوري وه، او بې له قید او شرط څخه وه، دا دی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

په پورته لیکنه کی هم ضد او نقیض یا هغه څه لیدل کیږی چه د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د توافقنامی د محتویاتو سره توپیر لری ، اشغالګر خو په لمړی درجه کفر کی قرار لری مګر خلیلزاد چه په یوه اسلامی هیواد او له مسلمان مور او پلار څخه زیږول شوی غوږ کی یی د کلیمی طیبی ادان شوی مګر له حق پټونی معلومیږی چه دی هم د کفارو په شان حق پټونه کوی یعنی هغه څه چه وایی هغه نه کوی او هغه څه چه کوی هغه نه وایی. په هغه توافقاتو کی چه د امنیت شوری ومنلو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x