افغانستانسولې اړوند خبرونه

ملګرو ملتونو د طالبانو او امریکا د تړون پرېکړه لیک منظور کړ

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۸ل): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اکثریت سره د طالبانو او امریکا او امریکا او کابل حکومت تر منځ د شوو تړونونو پرېکړه لیک منظور کړ.

دغه پرېکړه لیک چې دوې ورځې وړاندې د مارچ په نهمه نېټه منظور شوی پکې راغلي، چې ملګري ملتونه له یوه واحد، باثباته او یو موټي افغانستان څخه هرکلی کوي، سوله د افغان ملت د یوې سترې هیلې په توګه پېژني او د افغانانو په رهبري د بین الافغاني مذاکراتو له پروسې او د شخړې لپاره د یوې سیاسي حل لارې په موندلو ټینګار کوي.

په پرېکړه لیک کې وړاندې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ د جګړې د شدت له کمېدلو هرکلی شوی، د سرتاسري اوربند هیله شوې او د افغانستان له اسلامي جمهوري حکومت، ملي اردو او ملي پولیسو ملاتړ څرګند شوی.

په پرېکړه لیک کې وړاندې راغلي، چې ملګري ملتونه د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني، له بیا ځلې راګرځېدلو یې ملاتړ نه کوي؛ خو د طالبانو له دې پرېکړې هرکلی کوي، چې هغوی به د القاعدې او نورو ډلو مخه نیسي.

ملګرو ملتونو ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې طالبان او هیڅ بله ډله باید د داعش او القاعده په ګډون له هیڅ تروریستي ډلې سره مرسته ونکړي.

UN Security Councill resolution

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ، امریکا مسئوله وه، څو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ددې توافق د تایید او په رسمیت د پېژندلو غوښتنه وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» ددې پرېکړه لیک په تړاو لیکلي، چې دا پرېکړه لیک په طالبانو او افغان حکومت غږ کوي، څو د باور جوړونې کارونو ته دوام ورکړي او د بین الافغاني په لور چټک حرکت وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

کفر کوم کنځل نه بلکه حق پتونی ته وایی، په بورته لیکنه کی چه د امنیت د شوری له خوا چه امریکا یی هم غړیتوب لری منظور شوی مګر ضد او نقیض څه پکی لیدل کیږی . په اړه به یی زه لږ نور هم سوچ وکړم مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x