افغانستان

ګڼ شمېر سلفي علماوو له طالبانو سره بیعت کړی او داعش ډله یې «فتنه» نومولې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۸ل): د شیخ عبدالعزیز نورستاني په مشرۍ ګڼ شمېر سلفي علماوو، مخورو او جهادي قوماندانانو له طالبانو سره بیعت کړی او ټینګار یې کړی، چې داعش ډله یوه «فتنه» ده او د سلفي مسلک استازیتوب نشي کولای.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې د بیعت په غونډه کې دطالبانو د رهبري شورا، نظامي کمېسیون، استخباراتو ادارې، فرهنګي کمېسیون او ګڼو نورو ادارو مشرانو او غړو شتون درلود، دوی د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، اسلامی امارت یې د ټولو مسلمانانو مشترک کور وباله او ټينګار یې وکړ، چې د لته د بېلابېلو قومونو تر څنګ د بېلابېلو مسلکونو خاوندانو ته هم په احترام کتل کېږي.

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي، چې د سلفي علماوو مشر له امارت په همېشني ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه « دا چې په دې وروستيو کې د اشغالګرو په لاس د دولت اسلامي (داعش) په نوم یو فتنه ګره ډله را وټوکېده او دغې فتنه ګرې ډلې ځانونه په سلفي مسلک پورې تړل نو په همدې سبب د دې ضرورت پیدا شو چې یو وار بیا له اسلامي امارت سره د بیعت لارې خپل ملاتړ څرګند کړو او دا روښانه کړو چې مونږ د داعشیانو د اعمالو او افکارو غندنه کوو او له دې خلکو خپل برات اعلانوو ، او دا خلک د سلفي مسلک نمایندګي نه شي کولای.»

د خبرپاڼې په بنسټ، ټولو راغلو علماوو د بیعت تر څنګ له اسلامي امارت سره د کلکې مرستې ژمنې وکړې.

د چارو شنونکي د سلفي علماوو بیعت د طالبانو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي او په خبره یې، دا کار ښيي، چې اسلامي امارت د ټولې افغانې ټولنې د په څنګ کې ځایولو ظرفیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا ښه خبر مګر د ځنګدن په اخرو شیبو کی یی یادونه او اظهار شوی ولی؟ دغه شیخ تر اوسه د داعشیانو له وحشتو [ او دا چه د دجال له خوا استخدام شوی تمویل، تجهیز او قومانده ورکول کیږی ….] خبر نه وو او که تر اوسه داعشی وو داعشیانو ته یی هیله لرله چه د دجال له خیراتو به کومه پیمانه دغه عالم صاحب ته هم ورسیږی مګر کله چه طالبانو داعشیانو ته د عبرت درس ورکړو او له هیواده یی وشړل او یاغیر فعال او یا د خپل حکومت به لمنو کی ځان پټوی او محترم شیخ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x