
«عبدالله عبدالله له خلیلزاد سره لیدنه رد کړې»
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۸ل): د سپېدار ولسمشر «عبدالله عبدالله» د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» سره لیدنه رد کړې.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم ویاند «فریدون خوځون» کابل نیوز ته ویلي «له عبدالله سره د خلیلزاد د کتنې غوښتنه شوې خو دا کتنه نه ده شوې.»
عبدالله عبدالله چې درې ورځې وړاندې یې په ارګ کې له اشرف غني سره هم مهاله د لوړې مراسم ترسره کړل؛ ځان د هیواد منتخب ولسمشر بولي او د همه شموله حکومت د جوړولو په هڅه کې دی.
د عبدالله عبدالله د ټیم دویم مرستیال «اسدالله سعادتي» وایي، د تحلیف له مراسمو وروسته اوس د کابینې په جوړولو کار روان دی او هڅه کوو، یوه همه شموله کابینه تشکیل کړو.
زلمي خلیلزاد، سکاټ مېلر او په کابل کې د امریکا سفیر د عبدالله عبدالله د لوړې په مراسمو کې له ګډون ډډه کړې وه او د اشرف غني مراسمو ته ورغلي وو.
ددې تر څنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اشرف غني ته د «ولسمشر» خطاب کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې موازي حکومت ورته د منلو وړ نه دی.
وایی [[ پردی مزدور سهار وختی پاڅیږی ]] مزدور د غلام سره ډیر توپیر لری مزدور په یوه مشخصه کمپنی یا بزنس کی د حلالی نفقی تر لاسه کولو د پاره کار کوی او په مقابل کی یی معاش تر لاسه کوی مزدور په هماغه ساحه کی د هغه بزنس یا مالک د هماغه بزنس او تړون بوری تړلو اصولو اطاعت وکړی او کړنی ترسره کړی ، مګر له هغی ساحی بهر مزدور مکلف د خپلو اصولو له مخی کړنی ترسره کوی یعنی خپلواکی لری. مګر غلام په ټولو مسایلو کی غلام وی یعنی د کور او کټ دننه کړنو… نور لوستل »