نړۍ

د پاکستاني پوځ الوتکه رانسکوره شوې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۸ل): د پاکستان په پلازمېنه «اسلام اباد» کې د پاکستاني هوایي ځواک اړوند الوتکې سقوط کړی او په بشپړه توګه له منځه تللې.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، یوه F-16 پوځي الوتکه په اسلام اباد کې «چاندتارا» څلور لارې ته نږې ځنګل کې لوېدلې او له منځه تللې.

د پاکستاني د هوایي ځواک اداره پېښه تاییدوي او وایي، لوېدلې الوتکې په اسلام باد کې د «پاکستان د دفاع ورځې» د رسم ګذشت لپاره تمرینات کول، چې سقوط یې وکړ.

د هوايي ځواک ادارې که څه هم د پېښې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو وایي، سیمې ته یې د ژغورنې ډلې لېږلې او یو ځانګړی پلاوی یې د پېښې د څېړلو لپاره ګمارلی.

یاده دې وي، چې پاکستان هر کال د مارچ ۲۳ مه نېټه د خپلې دفاع د ورځې په نامه لمانځي، رسم ګذشت ترسره کوي او وسلې او الوتکې نندارې ته وړاندې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x