نظــر

چټکه او تندرسته اداره د هيواد د پرمختګ ضامنه

محمد فايز

دا يو منلی شوی اصل دی چې د حکومت لومړی شرط دا دی چې د خپلو پريکړو د تنفيذولو واک بايد ولري.

او دا واک د خپل ولسې او بهرني مشروعيت څخه تر لاسه کوي.

د افغانستان څلويښت کلن ناورين يو عمده لامل همدغه وو چې موږ داسې قوي حکومت نه لرلو چې وکولی شي خپلې پريکړې په ټولو په يوه وخت او قاطعيت تعميل کړی شي او خپل مشروعيت په ولس او يا نړۍ ومني.

د مرحوم داود خان قاطعيت په پنځه کلونو کې هيواد د پرمختګ په لور رهي کړو ، مګر د خلقيانو په لاس يي د نظام سقوط زموږ د څلويښت کلن ناورين پيل وو.

وروسته له هغي که څه هم په خلقيانو او پرچميانو کې قاطعيت وو خو د ولس ملاتړ نه ورسره نه وو .

هغه اسلامي ډلې چې پر انتخاباتو د باور دعوی کوي تر اوسه خپله هم د ټاکنو اصل نه دی په کې رواج ،بلکې دا ډلې په يوه ميراثي ډلو بدلې شوې او ځيني يي د بدليدو په حال کې دي.

مګر که د طالبانو اسلامي تحریک کړنو ته وګورو چې وروسته په امارت بدل شول موږ په ډاډه توګه ويلی شو چې خپلو کړنو ته ژمنه ، د قول او فعل تر منځ يي توپير د نشت په حساب دی.

ميراثي نه دی ، څه چې وايي هغه کوي.

د خپل مشرتابه د تعيين لپاره واضحه فعاله او اسانه تګلاره لري چې د اسلام له اصولو سره سمون خوري.

او حتی د افغانستان اوسنيو ستونزو ته په کتو سره اسانه او بي مصرفه تګلاره ده.

د مرحوم ملا صاحب رحمه الله ټاکنه اوبيا يي د ځای ناستي ټاکنه او له هغې وروسته د اوسني مشرتابه ټاکنه په ډېره سلسه توګه تر سره شوه.

د رهبري شوری يي د تصميم نيونې مهمه اداره ده ، او مشرتابه يي تر ډېره پريکړو ته ژمن دی.

د لوړو پريکړو په نيولو کې علماوو ته رجوع د دوی پريکړو ته شرعي صبغه ورکوي چې ټول اتباع يي د يوه شرعي حکم په حيث پرځان تطبيقول ثواب او مخالفت يي حرام بولي.

د افغانستان د اينده لپاره موږ همداسې يوې شوری ته اړتيا لرو چې زر تصميم ونيولی شي او داسې امنيتي قواوو ته اړتيا لرو چې پريکړې زر تر زره تطبيق کړی شي.

د اهل الحل والعقد شوری او تر څنګ يي د علماوو د شوری شتون هره پرېکړه په شرعي پريکړو بدلوي چې مخالفت ته يي څوک زړه نه شي ښه کولی.

او د حکومت د کړنو ښه نظارت کولی شي.

او د مشر تابه د منصب د شاغريدلو او يا عزل کولو په حالت کې د ځاي ناستې په هکله يي زر تصميم نيول کيدي شي.

دا چې زموږ هيواد په راتلونکي کې چټکو ګامونو ته اړتيا لري چې تر څو د هيواد د بيا رغونې مخه سياسي جنجالونه ونه نيسي ، نو هيواد همداسې يوې تندرستي زر تصميم نيونکي ادارې ته اړتيا لري.

او دا چې افغانستان يو اسلامي هېواد دی نو د حکومت کړنلاره يي هم د اسلامي اصولو سره بايد په ټکر کې نه وي او له بل پلوه هيڅوک د اسلامي احکامو د مخالفت په بهانه د حکومت ضد کړنې ونه کړي د علماوو شوری ته اړتيا ليدل کيږي.

او دا چې د اهل الحل والعقد او د علماوو شورا د کوم ميکانيزم په اساس اختيار شي او څه صلاحيتونه ولري کيدای شي پرې مشوره وشي.

په حقيقت کې د داسې اورګانونو شتون نه د ديموکراسۍ له اصل سره په ټکر کې دی او هم د اسلامي احکامو تطبيق ته ژمنتيا ښيي.

د امريکا د انتخاباتو او د ولسمشر انتخاب تقريبا همداسې تګلاره ده چې ولسمشر نه د ولس په مستقيمو رايو ټاکل کيږي او نه يې رايه له نظره غورځول کيږي.

مهمه داده چې د جمهوريت اوسنۍ تګلاره او سيستم د افغانستان لپاره کار نه ورکوي او د پر مختګ په وړاندې خنډونه جوړوي.

او نه داسې نظام د خلکو اړتياوې پوره کوي شي چې تر کړنو په شعارونو ډېر تمرکز کوي.

چټکه ، تندرسته او ژمنه اداره او د نړۍ سره د متقابل احترام په اساس اړيکې جوړول موږ د اوسنی بحران څخه ايستلی شي.

والله اعلم بالصواب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x