شعـــــرونه

غزل/ صابر جان محصل

صابرجان محصل
وارد شوى ده له غربه مسخره ديموکراسي ده
د کابل په ارګ حاکمه عجيبه  ديموکراسي ده

بند په بند تر پښو لاندي لکه خټه د خټـــګرو
پس له نولسو کلونو اوس ورسته ديموکراسي ده

کش مکش د ع او غ کي نن يى دغه نتيجه شوه
واکداران پکى اعلان شول غبرګوله ديموکراسي ده

له شل کالو ميلمنه ده صورت يى مړي تبي نيــولۍ
ټول ولس يى ننداره کړي چي پرته ديموکراسي ده

ها زموږ ډيموکراټان چى يى په صفت نه مړيدلو
په  فحشا کي غرقه شوي ميکده ديموکراسي ده

مونږه تير له دي بلا يو او په نورو مو کار نشته
زموږ د ټولو د  ناخوالو مجموعه ديموکراسي ده

د شرعي نظام مو  نفاذ مو دوا کيږي د امراضو
د ثالث عمر په کور کي راچپه ديموکراســـي ده

د تاريخ پاڼه بدليږي  صابر.ځـــــکه هوســـــيږي
سپين به حاکم کيږي توره شپه ديموکراسي ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x