افغانستان

پکتیکا: د عسکرو قوماندان زوی او پلار وژلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۸ل): د پکتیکا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو یوه قوماندان دوه ملکي وګړي تر ربړولو وروسته وژلي.

د راپورونو له مخې، د دولتي عسکرو قوماندان «سیف الله» د عبدالله په نوم یو ملکي تن او د هغه زوی «عبدالرحمن» په ډېر وحشت سره وژلي.

ویل کېږي، د سیمي خلګو د مړو جسدونه له ځانه سره اخستي او غواړي مرکز «ښرنې» ته یې انتقال کړي؛ خو عسکرو یې لاره نیولې او اجازه نه ورکوي.

تېره ورځ هم د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې یوه ځايي قوماندان د ښوونځي یو زده کوونکی تر شکنجو وروسته زندۍ او بیا یې وژلی وو.

یاده دې وي، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبرونه داسې مهال خپرېږي، چې حکومت او نړیواله ټولنه په پرلپسې ډول له طالبانو غواړي، څو د جګړې شدت کم کړي او دولتي عسکر په نښه نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

کشکی دا رشتونی خپلواکه او ولسی حکومت یا اداره وی چه که کوم کس له حکومتی او نظامی یونیفورم څخه په سوی استفاده کولو یی څوک وژلی یا بله کومه ناروا کړنه ترسره کړی وی د ولسی حکومت بلی کومی لوی اداری ته وړی وی او له هغوی یی د عدالت پلی کولو هیله لرلی . برخلاف ، اشغال شوی هیواد کی د غلامی اداری له سره تر پښو په وحشت او فساد کی تر سبږمو ډوبه او خپلو کی هم د همد غه مادی رقابتو او مافیاوی فساد له امله غوشه او چاړه دی ښه مثالونه یی ارګ کی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x