افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: « د بندیانو مشروط خلاصون د منلو وړ نه دی»

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د ارګ ولسمشر «اشرف غني» په مشروط ډول د پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون حکم ورکړ، طالبان وایي، دا کار ددوی او امریکا تر منځ د شوي توافق سره په ټکر کې دی او دوی ته د منلو وړ نه دی.

رويټرز خبري اژانس د طالبانو د قطر دفتر د ویاند «سهیل شاهین» له قوله لیکلي «په توافقنامه کې په واضح ډول لیکل شوي، چې لومړی به پنځه زره طالب زندانیان خلاصېږي او بیا به د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل کېږي.»

نوموړي زیاته کړې «د بندیانو مشروط خلاصون کله هم د منلو وړ نه دی او که څوک دا ډول ادعاوې کوي، دا د شوې توافقنامې نقض دی.»

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ، باید د مارچ تر لسمې نېټې پورې پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي بندیان خلاص  او ورپسې بیا بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

د ارګ ولسمشر «اشرف غني» په لومړیو کې ددې بندیانو له خلاصون انکار کړی وو؛ خو تېره شپه یې د یوه فرمان له لارې د پنځه زره بندیانو د خلاصون خبر ورکړ.

د اشرف غني د فرمان له مخې، د حوت له پنځلسمې وروسته به پنځلس سوه طالب زندانیان  د پنځلسو ورځو دننه خلاصېږي، هره ورځ به سل تنه زندانیان خلاصېږي او لیکلی تعهد به ترې اخستل کېږي، چې بیا به د جګړې ډګر ته نه ورګرځي.

ددې تر څنګ د اشرف غني په فرمان کې راغلي، چې پاته ۳۵۰۰ بندیان به هغه وخت خلاصېږي، کله چې طالبان له حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي او د جګړې په شدت کې د پام وړ کموالی راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

پورتنی حصي كي مو ليكلي د ارگ ولس مشر ليكلو كي سهوه شوي ياست نوموړ‎ی خو د نيم ارگ ولس مشر دی د هغه نيمې نور یی خو عبدالله عبدالله دي نو تأسي ټول ارگ ولی د يوه په نامه كُوي چی بل وار ته مو پام وی درناوی

الحاج استاذ بیانزی

غنی یو فرمان بردار غلام دی هغه وایی او هغه کوی چه ورته د ویلو او کولو قومانده او دستور ورکړی شوی وی چه دا ووایه او دا وکړه. مګر لږ په بدله لهچه او بدله کړنه ، تر څو هیوادوالو او نړیوالو ته خپلواک تمثیل شی د بندیانو په اړه می د ګود شیطان د تویتر هغه څو جملی ولوستلی چه کومه لیکنه او حه تلویزون کی چا یادولی ولوستلی یا واوریدلی چه : [[ طالبان دی د بندیانو د ازادیدو دپاره د غنی سره مذاکرات وکړی یعنی به دی واسطه به د کابل غلامی اداری او بلاخره اشغال… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x