شعـــــرونه

لمبې بلوې/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

دا ستا یادونه مي په زړه باندي لمبې بلوي
ستا یادګارونه مي په زړه باندي لمبې بلوي

شهیده یاره چي رایاد شي سرګردانه شمه
ستا تصویرونه مي په زړه باندي لمبې بلوي

رب دي قبول کړه سره زخمونه پر وجود جانانه
ستا فرهرونه مي په زړه باندي لمبې بلوي

شپه ترسهاره ما وشمعه سره وسوزیږو
ساړه اهونه مې په زړه باندي لمبې کړي

قبر ته درشمه در ږغ کړمه ته هیڅ نه وایې
سپین بیرغونه مې په زړه باندي لمبې بلوي

ته چي شهید شوي ستا حجره اوسنګر دواړه خالي
ستا کتابونه مي په زړه باندي لمبې بلوي

تپاند زُهاده له قلم څخه دي اوښکي څاڅي
داستا شعرونه مې په زړه باندي لمبې بلوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x